ولسمشر اردوغان د سلوانیا، کوموروس، کانګو جمهوریت او بوسنیا هرزګوینا له مشرانو سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر اردوغان د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم په څنډه کې د سلوانیا، کوموروس ، کانګو دیموکراتیک جمهوریت  او بوسنیا هرز ګوینا له مشرانو سره وکتل

By
ولسمشر اردوغان د سلوانیا، کوموروس، کانګو جمهوریت او بوسنیا هرزګوینا له مشرانو سره لیدنه وکړه / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې په جنوب کې د انتالیا د پنځم ډیپلوماسۍ فورم په څنډه کې له خپلې سلوانیايي سیالې ناتاشا پیرک موسار، د کوموروس له سیال ازالي اسوماني، او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له سیال فیلیکس تشیسکیدي سره وکتل.

له دې وړاندې، اردوغان د بوسنیا او هرزګوینا د ولسمشرۍ شورا له غړو ژیلیکا سویانوویچ، دینیس بیګیروویچ، او ژیلکو کومشیچ سره هم د کاري میلمستیا پر مهال وکتل ترڅو د دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

د تورکیې د عامه  اړیکو ریاست په وینا، ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه د بوسنیا او هرزګوینا د راتلونکي لپاره له ټولو رغنده ګامونو ملاتړ کوي او ویې ویل چې دغه هېواد په بالکان کې د ثبات لپاره کلیدي موقعیت لري.

هغه همدارنګه د بوسنیا او هرزګوینا له ځمکنۍ بشپړتیا او اساسي قانوني نظم څخه د تورکیې د بې قید و شرطه ملاتړ ډاډ بیاځلې ورکړ.

اردوغان د بوسنیایي خلکو پر وړاندې د بېلتون غوښتونکو او لمسونکو ویناوو وروستي زیاتوالي ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې غیر مسؤلانه کړنې چې کولی شي په بالکان کې ثبات له خطر سره مخ کړي، د هېچا په ګټه نه دي.

هغه د داسې یوې بوسنیا او هرزګوینا پر جوړولو ټینګار وکړ چېرته چې د هغه درې بنسټیز قومونه—بوسنیایان، صربیان، او کرواتان—وکولی شي په همغږۍ کې ژوند وکړي.

هغه سربېره پر دې د تورکیې او بوسنیا او هرزګوینا ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي او د ترانسپورت او انرژۍ په څېر برخو کې د همکاریو د ګړندي کولو پر اړتیا هم رڼا واچوله.

دا لیدنې د تورکیې په جنوبي ښار انتالیا کې د انتالیا د پنځم ډیپلوماسۍ فورم په دویمه ورځ د اردوغان د بوختیاوو د یوې برخې په توګه ترسره شوې.

د بوسنیا او هرزګوینا د اساسي قانون له مخې، یوه درې کسیزه شورا چې د هېواد د درېو قومونو استازیتوب کوي، په ګډه د هېواد د دوراني ولسمشرۍ په توګه دنده ترسره کوي. د مارچ تر میاشتې پورې، بوسنیایي غړی بیګیروویچ اوسنی ولسمشر دی. د نړۍ مشران او لوړپوړي حکومتي چارواکي د یکشنبې تر ورځې په ترکیه کې د دې فورم لپاره راټولېږي، چې د مدیترانې په دې جنوبي ښار کې یوه لویه نړیواله غونډه ده او سږ کال د نړیوالې بې باورۍ پر مدیریت تمرکز لري.

دا فورم، چې د اردوغان تر څارنې لاندې او د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب جوړ شوی، د "د سبا نقشه جوړول، د بې باوریو مدیریت" تر عنوان لاندې جوړ شوی دی.

انادولو اژانس د دې فورم نړیوال ارتباطي شریک دی.