تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵مې له ناکامې کودتا وروسته، په "بای لاک" (Bylock) پروګرام کې د فتح الله ګولن ډلې  تشکیلاتي درجه بندي چې ټول تورکیه پرې خبره شوه.
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل


په ډاګه شوه چې دا د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې د غړو لپاره د اړیکو یوه اصلي او کوډ شوې (کريپټو) شبکه وه، چې د کودتا د هڅې او نورو پلانونو لپاره یې کاروله. دغې ډلې خپل ټول پټ فعالیتونه د همدې پیغام رسونې اپلیکیشن له لارې تنظیمول.
د فوري پیغام رسونې اپلیکیشن؛ بای لاک (Bylock). ټول تورکیه په دې پروګرام د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵مې له ناکامې کودتا وروسته خبره شوه.

معلومه شوه چې دا د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې  د غړو لپاره د اړیکو یوه اصلي او کوډ شوې شبکه وه، چې د کودتا د هڅې او نورو پلانونو لپاره یې کاروله. یادې ډلې خپل ټول پټ فعالیتونه د همدې اپلیکیشن له لارې ترسره کول.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د بای لاک له پېژندلو وروسته تر ټولو په زړه پورې خبره په دې اپلیکیشن کې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان  غړو ته ورکړل شوې د پېژندنې شمېرې  وې. معلومه شوه چې د ډلې غړي په اپلیکیشن کې په خپلو نومونو نه، بلکې په ځانګړو شمېرو ثبت شوي وو. دا شمېرې چې له یو (۱) څخه پیل کېدې، په ډله کې د اشخاصو اهمیت، رتبه او د کار تجربه ښودله. په څېړنو کې دا هم معلومه شوه چې د ټولو پېژندنې شمېرو (IDs) شمېر له ۲۱۵ زرو څخه زیات و.

د فتح الله ګولن ترهګري سازمان  تر ټولو مهم کسان په لومړیو زرو شمېرو کې
کله چې د بای لاک پېژندنې شمېرې وڅېړل شوې، نو معلومه شوه چې په پیل کې دا اپلیکیشن د ډلې د خورا پټو غړو، لوړپوړو چارواکو او مهمو کسانو ترمنځ کارول کېده. ډلې وروسته بیا د دې اپلیکیشن کارول عامو غړو ته هم اجازه ورکړه.

د بای لاک په لومړیو ۱۰۰ مهمو شمېرو کې یو نوم د پولیسو پخوانی مشر ایرول دمیرخان  دی، چې د استخباراتو  پر ضد د توطیې په قضیه کې هم بندي دی؛ د هغه ID شمېره ۲۷ ده.
د دمیرخان سمدستي وروسته ۲۸مه شمېره د انقرې د امنیې قوماندانۍ د پخواني مرستیال او د ددې ترهګري سازمان غړي اوغوز کیریمیتچي (ده.

بله د پام وړ شمېره ۴۰ ده، چې په لومړیو ۱۰۰ کسانو کې راځي او د سرکان شاهان ده. شاهان د ارمني خبریال هیرانت ډینک د وژنې د قضیې یو له تورنو کسانو څخه دی.
د ۴۳مې ID شمېرې لرونکی چنګیز اوزکان دی. اوزکان هغه څوک دی چې د روسیې د سفیر کارلوف د وژنې پلان جوړونکی جمال کارااتا ورسره تړاو درلود.

بل پېژندل شوی نوم محمد یاشا دی چې په امریکا کې د فتح الله ګولن ترهګري سازمان مسؤل یا "امام" ګڼل کېږي او د ۴۹مې ID شمېرې لرونکی دی. محمد یاشا د هغو کسانو څخه دی چې د  دې ترهګري سازمان  غړو ۳۰ میلیونه ډالر یې په اتلانتا کې د "سټار چین" په نوم شرکت کې ضایع کړي وو.

جوهري ګیوین هم د مهمو شمېرو په ډله کې دی
د بای لاک ID شمېرې په ډله کې د کسانو "ارزښت" په روښانه ډول څرګندوي. فراري خبریال جوهري ګون چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  سره په وفاداري مشهور دی، هم یو له دغو کسانو څخه دی. که څه هم ګون په لومړیو زرو کسانو کې نه دی، خو د دې ډلې په خبریالانو کې په لومړي سر کې ځای لري.

ګون، چې د  فتو ترهګرې ډلې  د "ګوبلز" (د هټلر د تبلیغاتو وزیر ته ورته) په نوم هم پېژندل کېږي، د پېژندنې شمېره یې ۳۳۲۰ ده. دا شمېره ښيي چې فراري خبریال ګون د  فتو پورې تړلو نورو خبریالانو په پرتله د دې ډلې لپاره څومره مهم او ارزښتناک دی.

 

وپلټۍ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
تورکیې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د اور وژنې الوتکې ولېږلې
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
تورکیې ویلي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
د جولای له ۱۵مې وروسته د انرژۍ تګلارې
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده