افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان پلازمینه کابل او ختیځ ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول.
د امریکا د ځمک‌پوهنې سروې ادارې ویلي، چې دا زلزله د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې وه او مرکز یې د کابل شمال ختیځ ته په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ واټن کې و.
د افغانستان پلازمینه کابل او ختیځ ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول.
افغانستان زلزله / Reuters

د فرانس پریس خبري اژانس خبریالانو په پلازمېنه کابل او ننګرهار ولایت کې ویلي، چې د جمعې په ورځ یوې زورورې زلزلې ختیځ افغانستان ولړزاوه.

د امریکا د ځمک‌پوهنې سروې ادارې ویلي، چې دا زلزله د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې وه او مرکز یې د کابل شمال ختیځ ته په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ واټن کې و.

تر اوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه سمدستي راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د پلازمېنې په لوېدیځ کې د بامیان او وردګو ولایتونو اوسېدونکو هم فرانس پریس اژانس ته ویلي چې د زلزلې ټکانونه یې حس کړي دي.

په افغانستان کې زلزلې ډېرې کیږي، په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو په لړۍ کې، هغه ځای ته نږدې چېرې چې د یوریشیا او هند د ځمکې جوړښتي تختې سره یو ځای کیږي.

د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د هېواد په ختیځ کې یوې سطحي ۶.۰ درجې زلزلې د غره په لمنو کې پراته کلي له منځه وړي وو او تر ۲۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي وو.

څو اونۍ وروسته، په شمالي افغانستان کې یوې ۶.۳ درجې زلزلې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل.

په ۲۰۲۳ کال کې د ایران پولې ته نږدې په لوېدیځ هرات او په ۲۰۲۲ کال کې په ننګرهار ولایت کې زورورو زلزلو سلګونه کسان وژلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي وو.

په دغه اکثره کلیوالي هېواد کې، چې د لسیزو جګړو له امله ویجاړ شوی، ډېری کورونه په غیر معیاري ډول جوړ شوي دي.

په غرني افغانستان کې کمزورو مخابراتي شبکو او بنسټونو په تېر کې د ناورین پر وړاندې غبرګونونه له خنډ سره مخ کړي، چې له امله یې چارواکي د زیانونو د کچې ارزولو لپاره لرې پرتو کلیو ته ساعتونه او حتی ورځې نشي رسېدلی.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.