اروپا او سویلي اسیا په ګډه غونډه کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه

د اروپایي اتحادیې او د مرکزي آسیا هېوادونو مشرانو په خپل لومړۍ ګډه ناسته کې، د افغانستان د بشري وضعیت تر څېړلو وروسته، په دې ټینګار وکړ چې په دې هېواد کې باید یو ټولشموله حکومت جوړ شي.

شوکت میرضیایف، رئیس جمهور ازبکستان و آنتونیو کاستا، رئیس شورای اروپا / عکس: AP / AP

په دې غونډه کې چې د اوزبیکستان  په سمرقند ښار کې جوړه  شوې وه، په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه چې په هغې کې راغلي دي  ،  دغه ډول حکومت باید د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونه په پام کې ونیسي او له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله‌ییزه فضا کې ګډ ژوند وکړي.

د اوزبیکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف، په دې ناسته کې هیله څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي، څو د نړیوالو ژمنو د پوره کولو لپاره لار هواره شي. هغه همدارنګه د افغانستان په سیمه‌ییزو بدلونونو کې پر مهم رول ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د دې هېواد څخه راپورته کېدونکي ګواښونه باید جدي ونیول شي.

بلخوا، د اروپایي شورا مشر، انتونیو کوستا، د مرکزي آسیا هېوادونو د افغانستان له ګواښونو سره د مبارزې پراخې تجربې ته اشاره وکړه او د سیمې د ثبات او آرامۍ د ساتلو لپاره د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دې ناستې ګډونوالو د افغان ښځو او نجونو لپاره د نړیوالو معیارونو سره سم د زده‌کړو د لاسرسي پر اړتیا ټینګار وکړ او د اروپایي اتحادیې او مرکزي آسیا د ځانګړو استازو ترمنځ د خبرو اترو د دوام ملاتړ یې وکړ.

په دې ناسته کې همدارنګه اعلان وشو چې د ترمذ نړیوال ترانسپورتي او لوژستیکي مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نړیوالې شبکې سره یوځای شوی، چې له دې سره به افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو ته د بشري مرستو لېږد اسانه شي.