سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ : د مکرون لخوا د فلسطین د رسمیت پیژندولو پریکړه ښه پریکړه ده او دا د هغوې خپله پریکړه ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د مکرون لخوا فلسطین د په رسمیت پیژندولو د پریکړې په اړه کومه ستونزه نشته او د انګلستان لومړی وزیر هم د ورته ګام پورته کولو په خاطر تر فشار لاندې دی.
ټرمپ : د مکرون لخوا د فلسطین د رسمیت پیژندولو پریکړه ښه پریکړه ده او دا د هغوې خپله پریکړه ده
/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د مکرون لخوا فلسطین د په رسمیت پیژندولو د پریکړې په اړه کومه ستونزه نشته او د انګلستان لومړی وزیر هم د ورته ګام پورته کولو په خاطر تر فشار لاندې دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون  پرېکړه چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، "ښه" پریکړه ده او دا "د هغه خپله پرېکړه ده."

ټرمپ د ګلاسګو پریسټویک هوایي ډګر ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: "دا هغه څه دي چې هغه یې کوي؛ پدې کې کومه ستونزه نشته. دا د هغه خپله پرېکړه ده، زما پرېکړه نه ده."

ټرمپ د بریتانیا د لومړي وزیر کییر سټارمر په اړه هم تبصره وکړه او ویې ویل: "هغه زما په پرتله لږ څه زیات لیبرال دی، خو زه هغه خوښوم."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یو پنځه ورځني سفر په ترڅ کې  سکاټلینډ ته تللی دی ، چې په ترڅ کې به یو نوی ګالف میدان پرانیزي او د سټارمر او د اروپایي کمېسیون له مشرې اورسولا فون دیر لاین سره به غونډې وکړي.

د سټارمر پر وړاندې زیاتېدونکی فشار

مکرون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې فرانسه به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال چې په سپټمبر کې جوړیږي د فلسطین دولت په رسمي ډول په رسمیت وپېژني.

دغه ګام د اسرائیل له سخت غبرګون او پراخ نړیوال پام سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې، پر سټارمر فشار زیات شوی چې ورته ګام پورته کړي.

د راپورونو له مخې، د هغه د کابینې څو لوړپوړي غړيو د روغتیا وزیر ویس سټریټینګ، د عدلیې وزیره شبانه محمود، د شمالي ایرلنډ وزیر هیلیري بین، او د کلتور وزیرې لیزا نینډي  له لومړي وزیر څخه غوښتنه کړې چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

ویل کیږي دا هغه څه دي چې  د مکرون د اعلان وروسته شوې. سرچینې وایي چې د مکرون دا پریکړه هم  ددې لپاره شوې چې  سټارمر وهڅوي چې په ګډه د فلسطین په رسمیت پېژندنه وکړي.

د انګلستان  په پارلمان کې له نهه سیاسي  ګوندونو څخه څه باندې ۲۲۰ غړو یوه لیک لاسلیک کړی چې له حکومت څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره اقدام وکړي، د دې هېواد تاریخي رول او د ۱۹۸۰ راهیسې د دوه دولتونو د حل ملاتړ په پام کې ونیسي.

د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې مشره ایملي تورنبري وایي: "حکومت تل ډېر لږ او ډېر ناوخته عمل کړی دی."

د کارګر ګوند غړې سارا چیمپین، چې دغه ګډ لیک یې پیل کړی، په ایکس کې لیکلي: "له نهه ګوندونو څخه ۲۲۱ پارلماني غړو ګډ لیک لاسلیک کړی چې له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې اوس د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه وکړي."

د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر پیټر کایل په احتیاط سره ځواب ورکړ، ویې ویل چې بریتانیا لا هم د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې ملاتړ کوي، خو اوسني لومړیتوبونه بشري دي: "موږ د فلسطین د دولت غوښتونکي یو، موږ یې هیله لرو... خو اوس، نن، موږ باید دې ته پام وکړو چې څه به د کړاوونو کمولو کې مرسته وکړي."

 

وپلټۍ
د «هانټا ویروس» ځپلې کروز بېړۍ هالنډ ته د رسېدو په حال کې ده
اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ او امنیتي سیاستونو استازې، امریکا، روسیه او چین غواړي اروپا کمزوري کړي
کیم جونګ اون د هیواد د سویلي پولې د لا مضبوطولو او په یوې مستحکمې کلا د بدلولو امر وکړ .
د پاکستان په سویلي وزیرستان کې چاودنې ۳ تنه مړه  او ۴ تنه نور ټپیان کړل
د ورځې مهم خبرونه
چین د ټرمپ د سفر پر مهال امریکا ته د تایوان او ایران په اړه خپل پیغامونه رسولي دي
د کولمبیا د ولسمشریز نوماند ډی لا ایسپریلا د کمپاین دوه غړي ووژل شول
د روسیې پر پلازمینه مسکو د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ټرمپ لخوا چین ته د سفر نه وروسته پوتین چین ته سفر کوي.
ټرمپ د امریکا-نایجیریا په عملیاتو کې په افریقا کې د داعش لوړپوړی مشر د وژل کیدو نه خبر ورکړ.
په سوریه کې د اسد د دورې د لوی درستیز مرستیال او د هوايي ځواک قومندان ونیول شول.
بن ګویر په لبنان کې د غیرې قانوني میشت ځایونو او د غزې نه د فلسطینیانو د شړولو په اړه پلان اعلان کړ
ایران امریکا ته د 'خپلې خوښې جګړې' د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي لګښتونو خبرداری ورکړ.
د ایران ولسمشر پزشکیان : ایران ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.
فلسطین له نړۍ څخه نکبه د 'توکمیزې تصفیې د جرم' په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه وکړه