په تورکیه کې د افغانستان لوی سفیر شیخ صنیع الله فرهمند د افغانستان د زلزله ځپلو سره د تورکیې له مرستو قدرداني وکړه او وویل چې تورکیه د لومړنیو هیوادونو نه وو چې د زلزله ځپلو ته يي د مرستې لاس اوږد کړ.
په انقره کې د افغانستان سفیر ښاغلي فرهمند دا څرګندونې د تورکیې غږ راډيو سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې هر مصیبت او ناورین د الله تبارک و تعالی له اجازې پرته نه نازلیږي ، د همدې امله مونږ د الله تبارک و تعالی څخه غوښتنه کوو دا کوم مصیبت او ناورین چې زمونږ پر هیوادوالو رانازل شوی دی دا پر مونږ د رحمت ذریعه وګرځوي.
د الله له دربار څخه ددې زلزلې ټولو شهیدانو ته د شهادت د لوړې درجې او ټپیانو ته د هر څه ژر روغ صورت غوښتنه کوو. د ټولو قربانیانو کورنیو ته صبر جمیل او اجر عظیم غوښتنه کوو.
په انقره کې د افغانستان سفیر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نړۍوالې ټولنې د افغانستان سره پدې سختو شیبو کې لازمې مرستې کړي دي او که نه؟ داسې وویل، داسې حالات د امتحان شیبې دي. البته چې یو زیات شمیر هیوادونو مرستې کړي دي چې ددوې په سر کې تورکیه راځي. همداشان د ایران، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او یو زیات شمیر نورو هیوادونو افغانستان ته خپلې مرستې ورسولې.
هغه وویل چې ددې ترڅنګ افغانان پخپله باهمته ملت دی او د الله په مرسته چې ددې سختو شرایطو او دې سخت امتحان نه به په ډیر بریالیتوب سره بهر شي.
همداشان هغه یو ځل بیا وویل چې زمونږ د دوست او ورور هیواد تورکیې مرستندویه ټیمونه لومړني مرستندویان ول چې د زلزلې سیمې ته ورسید. هغه وویل چې مونږ دعاء کوو چې زمونږ ترمنځ دا کومه دوستي او ورورولي چې موجوده ده الله تبارک و تعالی دا لا پسې مضبوطه او پیاوړې کړي.
همداشان د قطر هیواد مرستو نه باید یادونه وکړو.
هغه وویل چې له تورکیې څخه افغانستان سره د مرستو لړۍ دوام لري. نه یواځې د تورکیې حکومت ددې ترڅنګ د تورکیې ملکي مدني ټولنو او مرستندویه ټولنو افغانستان ته مرستې لیږلي او لا هم دا لړۍ دوام لري.
همداشان ښاغلي سفیر د مرستو د ویش د مدیریت او انسجام په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، د مرستو د ویش لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزراء د مشرتابه په هدایت یو ډیر عالي رتبه او باصلاحیه کمیسیون جوړ شوی دی چې دا ټولې مرستې په ډیره شفافه توګه اړینو او مسحقینو ته رسوي .ددې کمیسیون مشري پخپله د هلال احمر مشر کوي او د نورو وزارتخانو څخه غړي پکې شتون لري.
هغه وویل چې مونږ ټولو خلکو او مرستندویه ټولنو ته بشپړ ډاډ ورکوو چې ددوې مرستې په ډیره شفافه توګه اړینو خلکو ته رسیږي.
همداشان دا مرستې نه یوازې مستحقینو ته رسیږي بلکې ددې ترڅنګ د هغه کسانو لپاره چې پدې زلزله کې کورونه ویجاړ شوي دي د سرپناه ګانو د جوړولو په برخه کې هم په مصرف رسیږي. ددې مرستو سره دې زلزله ځپلو ته بیا کورونه جوړیږي .
په انقره کې د افغانستان سفیر په تورکیه کې میشتو افغانانو باندې غږ وکړ چې خپل ملي شعور او د وطن سره مینه او محبت تل ژوندې وساتي. له خپلو متضررو هیوادوالو سره پدې سختو شیبو کې مرسته وکړي . دا امتحان او بدې شیبې په یو فرصت بدلې کړي او خپل یووالی او اتحاد لا پسې قوي کړي. خپل هیواد او هیوادوال هیڅکله هم هیر نکړي.
همداشان هغه وویل هر هغه څوک چې وغواړي د افغانستان د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي مونږ چمتو یو چې هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړو. په انقره کې د تورکیې سفارت او په استانبول کې جنرال قونسلګري اماده ده چې دوې ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي. د ویزې نه نیولې پخپله افغانستان کې ددوې له کوربه توبه پورې.
همداشان هغه یو ځل بیا د تورکیې د دولت او ملت نه د افغانستان سره پدې سختو شرایطو کې د مرستو له امله مننه وکړه .