تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان له مکرون سره په خبرو کې د ناټو د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه
اردوغان او مکرون پر دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې پر شته نښتو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.
اردوغان له مکرون سره په خبرو کې د ناټو د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه
اردوغان- مکرون / AA Archive
 

دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې پر روانو نښتو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په ټیلیفوني خبرو کې، د سیمه ییزو او نړیوالو نښتو په پام کې نیولو سره د ناټو د متحدینو ترمنځ د دفاعي همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې پر شته نښتو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې.

اردوغان مکرون ته وویل چې په سیمه او نړۍ کې روانې جګړې "د ناټو د متحدینو ترمنځ د دفاعي همکاریو زیاتوالی اړینوي."

هغه ټینګار وکړ چې "په دفاعي صنعت کې د هغو ګډو ګامونو چټکول اړین دي چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلي دي."

اردوغان وویل، په ایران کې د کړکېچ اوږدېدل به "هم د سیمې او هم د نړۍ لپاره د بې ثباتۍ سرچینه وي" او تورکیه "د ډیپلوماټیکې فضا د پیاوړتیا او خبرو اترو ته د بېرته ستنېدو لپاره جدي هڅې کوي."

هغه زیاته کړه چې انقره په ایران کې وروستي تحولات له نږدې څاري، او "د ملکي وګړو پر مړینې خواشینې او د هغوی د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښمنه ده."

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.