نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د فرانسې د  کرنې وزارت په ګاونډیو هېوادونو کې د وحشي کډوالو مرغانو ترمنځ د ناروغۍ د زیاتېدو او په کورنیو چرګانو کې د وروستیو پیښو یادونه کړې، چې د څارنې او مخنیوي سخت اقدامات یې رامینځته کړي دي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ. / FAO
 

فرانسې د مرغانو د انفلونزا د خطر کچه په ټوله خاوره کې له منځنۍ کچې څخه لوړې کچې ته پورته کړې ده، د پنجشنبې په ورځ په رسمي ژورنال کې د خپاره شوي حکم له مخې، نوی اقدام به د جمعې له ورځې نافذ شي.

د لوړ خطر درجه ‌بندي د فرانسې د قوانینو له مخې د خطر له درېیو کچو څخه تر ټولو لوړه ده او د اضافي څارنې او مخنیوي اقداماتو د پلي کېدو لامل کېږي، چې موخه یې کورنیو چرګانو ته د ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.

د کرنې وزارت په څو ګاونډیو هېوادونو کې د وحشي مرغانو ترمنځ د ناروغۍ د پېښو زیاتوالی او د هغو کډوالۍ لارو په اوږدو کې د ویروس خپریدل یاد کړي چې له فرانسې تېرېږي.

په وروستیو اوونیو کې په فرانسه کې د ناروغۍ څو خپرېدنې هم ثبت شوې دي، چې پکې د ژیروند او سېن-ماریتیم په ولایتونو کې د کورنیو چرګانو په کوچنیو فارمونو او همدارنګه د لاند په ولایت کې پېښې شاملې دي. لاند د هیلۍ د روزنې یوه مهمه سیمه ده.

د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د ژمي د ناروغۍ له خپریدو وروسته، د خطر کچه د جون په لومړیو کې تر ناچیزې کچې راټیټه شوې وه.

د ۲۰۲۳ کال له مني راهیسې، په فرانسوي فارمونو کې د هغو ټولو هیلیو واکسین کول اجباري دي چې شمېر یې له ۲۵۰ څخه زیات وي.

وپلټۍ
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.
ریال ماډریډ لوبډلې د تورکیې د ملي فوټبالر  اردا ګولر تړون تر ۲۰۳۲ کال پورې وغځاوه
په امریکا کې یو پاکستاني سوداګر د ایران سره د تړاو په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شو
اسرائیلو په غزه کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ فلسطینیان ووژل
په «کاپ ۳۱» سرمشریزه کې ۷۵ هېوادونه د تورکیې د نړیوال برېښنايي کولو نوښت نه ملاتړ وکړ.
۵ میلیونه څېرې: اسرائیل څنګه د امازون له مصنوعي ځیرکتیا څخه د فلسطینیانو د څارنې لپاره ګټه واخیسته؟
په تورکیه کې د بهرنیانو لپاره د استوګنې اجازې یا  (اقامه) کې نوی پړاو پیل شو.
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.