نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ډیر ښه اړیکو درلودو یادونه وکړه او وویل: "پوتین په ښکاره ډول وویل چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه په دیپلوماتیکو لارو پای ته ورسیږي."
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
د امریکا او روسیې ولسمشران ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین / reuters
 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې، د آسیا له سفر وروسته، د هیواد د بهرنۍ سیاست اجنډا وارزوله.

ټرمپ په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلو لیدنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه له پوتین سره یو ډیر مثبت بهیر مخکې وړي.

ټرمپ وویل: «ما له روسیې له ولسمشر پوتین سره دوه اړخیزه لیدنه وکړه؛ پوتین په څرګنده وویل چې غواړي د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه په دیپلوماتیکو لارو پای ته ورسیږي.»

د پوتین او زیلنسکي تر منځ ډیره کرکه شته

ټرمپ ادعا وکړه چې د پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي تر منځ «ډیره کرکه» شته، او ویې ویل چې همدا وضعیت د سولې د احتمالي تړون بهیر ستونزمن کړی دی.

ټرمپ وویل: «(پوتین) غواړي جګړه پای ته ورسوي. که رښتیا ووایم، دا ډیره ستونزمنه خبره ده. زیلنسکي او پوتین دوه داسې کسان دي چې یو له بل ځخه کرکه لري، او دوی نه پوهیږي چې جګړه څنګه پای ته ورسوي. دوی غواړي جګړه پای ته ورسوي، خو هیڅ یو یې له دې وضعیته نه شي وتلی.» هغه زیاته کړه چې امریکا هڅه کوي پدې بهیر کې دواړو هیوادونو سره مرسته وکړي.

ټرمپ همدارنګه وویل: «ما له پوتین څخه وپوښتل چې ‹که زه ولسمشر وای، ایا تاسو به جګړې ته ننوتلي وای؟› هغه ځواب راکړ: ‹نه، دا جګړه به هیڅکله نه وای پیښه شوې.›»

سرچینه: د امریکا د ولسمشر ټرمپ خبري غونډه، سپینه ماڼۍ

وپلټۍ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.
ریال ماډریډ لوبډلې د تورکیې د ملي فوټبالر  اردا ګولر تړون تر ۲۰۳۲ کال پورې وغځاوه
په امریکا کې یو پاکستاني سوداګر د ایران سره د تړاو په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شو
اسرائیلو په غزه کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ فلسطینیان ووژل
په «کاپ ۳۱» سرمشریزه کې ۷۵ هېوادونه د تورکیې د نړیوال برېښنايي کولو نوښت نه ملاتړ وکړ.
۵ میلیونه څېرې: اسرائیل څنګه د امازون له مصنوعي ځیرکتیا څخه د فلسطینیانو د څارنې لپاره ګټه واخیسته؟