افغانستان
4 د لوستلو دقیقې
پاکستان په افغانستان کې د هوايي برید په ترڅ کې د ۲۸ "ترهګرو" د وژلو ادعا کوي خو کابل يي ردوي
د پاکستان لخوا د افغانستان د کونړ او پکتیکا په ولایتونو کې د تازه بریدونو نه وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځه اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوي دي.
پاکستان په افغانستان کې د هوايي برید په ترڅ کې د ۲۸ "ترهګرو" د وژلو ادعا کوي خو کابل يي ردوي
په افغانستان د پاکستان بریدونه

پاکستاني جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د دوې په وینا د "ترهګرو" پر شکمنو پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې "۲۸ ترهګر" وژل شوي، خو افغان چارواکو بیا د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د کونړ او پکتیکا په ولایتونو کې دا بریدونه، له میاشتو سرحدي تاوتریخوالي وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خړوي او کولی شي د تاوتریخوالي کمولو لپاره د سیمه ییزو هېوادونو ډیپلوماتیکې هڅې پېچلې کړي.

د مرګ ژوبلې دا ادعاوې سمدستي په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای. د پاکستان پوځ سمدستي د دې بریدونو په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

کابل دا بریدونه غندي

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس (X) شبکه کې په یوه خپره کړې لیکنه کې دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې افغانستان به یې ځواب ورکړي.

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل چې دا بریدونه د سهار شاوخوا ۳ بجې د کونړ په نورګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې پیل شول.

فطرت وویل، په نورګل کې د پټان په کلي کې د نور احمد په نوم د یوه اوسېدونکي کور ویجاړ شوی، چې له امله یې احمد او د هغه د کورنۍ دوه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

افغان چارواکو په جلا توګه ویلي چې یوه هوايي برید هغه سیمه په نښه کړې چې د زلزلې له امله بې ځایه شوي خلک پکې مېشت وو.

فطرت وویل چې په برمل کې پر 'رخه' او 'تور کنډي' سیمو بریدونو یو دوکان او یو خالي کور ویجاړ کړی، خو بله کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

دوو پاکستاني امنیتي چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې ځکه چې دوی په عامه توګه د تبصرې کولو اجازه نه درلوده، وویل چې په دې عملیاتو کې ۲۸ شکمن "ترهګر" وژل شوي دي.

دا بریدونه په پاکستان کې له خونړیو بریدونو وروسته ترسره کیږي

دا هوايي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې د افغان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځه ولسوالۍ هنګو کې له وسله والو سره په نښته کې د دوو پوځي افسرانو په ګډون ۶ پاکستاني امنیتي سرتېري ووژل شول.

همدارنګه دا بریدونه په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه مرکز د جمعې د ورځې له خونړي برید وروسته ترسره کېږي، چېرته چې یوه ځانمرګي بریدګر لومړی یو جومات په نښه کړ او بیا وسله والو بریدګرو پر ودانۍ برید وکړ. د پاکستاني چارواکو په وینا، ورپسې وسله واله نښته شاوخوا شل ساعته روانه وه چې لږ تر لږه ۲۱ کسان پکې ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې اسلام آباد کولی شي په خپله خاوره د بریدونو په غبرګون کې د افغانستان دننه د وسله والو هدفونه په نښه کړي. دې وزارت د افغان طالبانو حکومت تورن کړ چې "وسله والو ډلو ته یې اجازه ورکړې" چې د افغان خاورې څخه فعالیت وکړي او له کابل څخه یې وغوښتل چې د وسله والو د پټنځایونو پر وړاندې د دوی په وینا، د باور وړ او دوامدار اقدام وکړي.

د دوشنبې د ورځې تر هوايي بریدونو پورې هېڅ کومې ډلې د هنګو او کوهاټ د بریدونو مسوولیت نه و منلی.

د شخړې اصلي مرکز تحریک طالبان پاکستان دی

پاکستان په پرله پسې توګه پر خپلو پولیسو او امنیتي ځواکونو د بریدونو پړه پر پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان (TTP) اچولې ده، چې په پاکستان کې د یوه ترهګر سازمان په توګه منع شوی دی.

ټي ټي پي د افغانستان له طالبانو څخه جلا، خو ورسره متحد دی. اسلام آباد په وار وار د طالبانو پر حکومت تور لګولی چې د ټي ټي پي مشرانو ته یې پناه ورکړې او وسله والو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان له خاورې بریدونه وکړي؛ دا هغه ادعاوې دي چې کابل یې تل ردوي.

د دواړو لورو ترمنځ اړیکې له فبرورۍ میاشتې راهیسې خړپړې دي، کله چې پاکستان او افغانستان د تېرو څو کلونو په پرتله خپله تر ټولو سخته نښته وکړه.

 

وپلټۍ
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي