د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطین مبارزې بیانوونکي  مستند فلم د  آسکار جايزه وګټله.
کلتور
4 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطین مبارزې بیانوونکي مستند فلم د آسکار جايزه وګټله."نو ادرز لینډ" (نوره خاوره نشته ) د اسرائیلو تر اشغال لاندې لویدیځې غاړې کې د کورونو د ویجاړولو په وړاندې د فلسطیني فعالینو څلور کلنه مبارزه انځوروي.
00:00
/ AP

"بل هیچیری نه"، د فلسطیني فعالانو کیسه چې د اسرائیلي پوځ لخوا د خپلو ټولنو د نسکورولو پر وړاندی مبارزه کوي، د یکشنبې په ورځ د غوره مستند فلم په توګه د آسکار جایزه وګټله.

دا ګډ اثر چې د اسرائیلي او فلسطیني فلمجوړونکو لخوا جوړ شوی، د بسیل عدرا د مبارزی کیسه انځوروي چې د لویدیځې غاړې په سویلي برخه کې د خپل ټاټوبي ښار د نسکورولو مخه نیسي، چیری چې اسرائیلي پوځیان دا سیمه د پوځي روزنیزو مرکزونو لپاره ویجاړوي.

په پیل کې د عدرا هلو ځلو کومه ګټه ونکړه ، تر هغه پوری چې هغه د یو یهودي اسرائیلي ژورنالست سره مل شو چې ورسره مرسته وکړي چې خپله کیسه نورو ته ورسوي.

اسرائیلي ژورنالیست او فلم جوړونکی یوال ابراهیم وویل: موږ دا فلم د فلسطینیانو او اسرائیلیانو په توګه جوړ کړی ځکه چې، په ګډه، زموږ غږونه پیاوړي دي. هغه د جایزی اخیستلو پر مهال په خپله وینا کې د اسرائیلو پر حکومت انتقاد وکړ او په ظالمانه او وحشیانه توګه د غزې د خلکو د کورونو ویجاړول وغندل.

هغه همداراز په حماس هم غږ وکړ چې ټول اسرائیلي تښتول شوي وگړي خوشی کړي. "بل هیچیری نه" د فلم فستیوالونو په لړ کی یو مخکښ اثر و. خو په امریکا کې يې کوم خپرونکی ونه موند، سره له دی چې ۲۴ هیوادونو کی خپور شوی و. دی فلم د آسکار لپاره، د "پورسلا په جګړه کې"، "شوګرکین"، "بلیک باکس ډایریز" او "ساؤنډ ټریک ټو ا کوپ ډی ایټات" ته ماتې ورکړه.

د اسرائیل د تبعیض نظام

دا مستند فلم د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ډک شوی و، او د تولید وروستی ورځی هغه مهال پای ته ورسید چې اسرائیلو د حماس د اکتوبر د اومې د برید وروسته خپله جګړه پر غزه پیل کړه.

په فلم کی، ابراهام یوه ټولنه کی میشت دی چې د بیځایه کولو پر وړاندی مبارزه کوي، خو هغه د فلسطیني خلکو لخوا ځینی محدودیتونو سره مخامخ کیږي چې د هغه د اسرائیلي تابعیت پر مزایاوو نیوکه کوي. عدرا وایي چې هغه نشي کولای له لویدیځې غاړې څخه ووزي او د یوه جنایتکار په توګه ورسره چلند کیږي، حال دا چې ابراهام پرته له کوم خنډ آزادانه راتګ راتګ کولی شي.

"کله چې زه بسیل ته گورم، زه خپل ورور وینم، خو موږ برابر نه یو،" ابراهام پر سټیج وویل. "موږ داسی یو نظام کې ژوند کوو چیری چې زه د مدني قانون له مخی آزاد یم او بسیل د هغه پوځي قوانینو لاندې دې چې د هغه ژوند نابودوي. بله لار شته، سیاسي حل چې پرته له قومي برتري، دواړه زموږ خلکو ته ملي حقونه ورکوي."  

هغه وویل د امریکا  بهرنی سیاست د ډونلد ترمپ پر مهال "د دې لارې په بندولو کې مرسته کوي. "فلم تر ډیره د عدرا پر شخصي آرشیف باندې تکیه کوي.هغه اسرائیلي پوځیان ثبتوي چې د کلي ښوونځي په بلډوزرونو ورانوي او د اوبو څاګانې په سمنټو ډکوي ترڅو د خلکو د بیارغونې مخه ونیسي. عدرا په خپل خپل فلم کې هغه صحنه هم ثبت کړې ده چې د اسرائیلي سرتیرو لخوا یو فلسطیني ځوان په ډزو ویشتل کیږي او وروسته خلک د غبرګون لپاره سره راټولیږي.

نوموړی فلسطیني ځوان فلج کیږي، او مور یې په یوه غار کې د ژوند کولو پرمهال د هغه د پاملرنې لپاره مبارزه کوي. عدرا د یکشنبې پر ورځ پدې مراسمو کې وویل چې "شاوخوا دوه میاشتې دمخه، زه پلار شوم، زما یوازینې هیله داده چې زما لور هغه کړاونه او سختې تنګې ونه وینې چې مونږ ورسره لاس او ګریوان یو. مونږ د غاصبینو د زور زیاتي، تاوتریخوالي، د کورونو ویجاړولو او جبري بې ځایه کیدو سره مخامخ یو . موږ په نړۍ غږ کوو چې جدي اقدامات وکړي."

د غزې په اړه د امریکا پالیسي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ترمپ میاشت وړاندی غږ پورته کړ چی فلسطینیان له غزی څخه وایستل شي، چی دا غږ د منځني ختیځ او نورو سیمو لخوا په پراخه توګه غندل شوی. د ویلو ده چې د ټرمپ دا پلان په پراخه کچه بې ثباتۍ رامنځته کوي. سره له دې چې ددوې فلم په اروپا او امریکا کې سترې جایزې ګټلې، خو پدې ندي توانیدلي چې په امریکا کې نندارې ته وړاندې کړي.

کله چې ترینه وپوښتل شول چې ولې امریکا خپرونکو فلم رد کړې؟ ابراهام وویل: زه باور لرم چې دا روښانه ده چې دا سیاسي دلایل لري. زه هیله لرم چې دا به بدلون ومومي. هغه وویل چې دوی پریکړه وکړه چې د سینمایي خپرونې انتظار ونه باسي او خپل فلم په خپلواکه توگه په ۱۰۰ سینماگانو کی خپور کړي.

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.