تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د آزادۍ د کاروان په کښتۍ بریدونه په شدیدو الفاظو وغندل
تورکیې د جمعې په ورځ د آزادۍ کاروان ائتلاف پورې اړوند په  یوې ملکي کښتۍ  برید سخت غندنه وکړه. دغه کښتۍ د محاصره شوې غزې لپاره مرستې لیږدولې، په داسې حال کې چې د اسرائیلو لخوا د دوه میاشتو اوږدې محاصرې له امله د غزې خلک د لوږې له سخت حالت سره مخ دي.
تورکیې د آزادۍ د کاروان په کښتۍ بریدونه په شدیدو الفاظو وغندل
/ AA

انقرې وویل چې دا برید په نړیوالو اوبو کې د سمندري تګ راتګ او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

د مالټا ټایمز په خپلواکه توګه تایید کړې چې د اسرائیلو یوه الوتکه د مالټا هوایي حریم ته داخله شوې وه او نږدې درې ساعته یې هلته پاتې شوه، وروسته بېرته اسرائیلو ته ستنه شوه.

د الوتنې د تعقیب معلومات ښيي چې الوتکه د مالټا ټاپو په شاوخوا کې لنډ وخت پاتې شوه، بیا یې د هارډز بانک په ختیځ کې د ټیټې ارتفاع په شاوخوا ۵۰۰۰ فوټه کې یو لړ مانورونه ترسره کړل. په ټوله کې، الوتکه شاوخوا اووه ساعته په هوا کې وه مخکې له دې چې خپل اصلي ځای ته ستنه شي.

د غزې لپاره د بشري مرستو یوه کښتۍ چې ۱۶ کسان په کې سپاره وو، د ورځې په لومړیو کې د ډرون برید له امله زیانمنه شوه. د مالټا ځواکونو د کښتۍ سپرلۍ وژغورله.

آزادۍ کاروان ائتلاف په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل د ډرون برید کښتۍ برقي سیستم زیانمند کړ او  د ډوبېدو له جدي خطر سره مخ کړه.

په اعلامیه کې راغلي: "د شپې په دوو بجو  تایید شوه چې په کښتۍ کې ټول کسان خوندي دي، خو ټولو د کښتۍ پرېښودو څخه انکار وکړ." دغه راز، زیاته شوې چې وضعیت د سهار په درې بجو او ۴۵ دقیقو کنټرول لاندې راوستل شو.

دغه کښتۍ چې "وجدان" نومېږي، لا هم په نړیوالو اوبو کې ده او چارواکي یې څارنه کوي.

که څه هم تر اوسه چا د برید مسؤلیت نه دی منلی، د آزادۍ کاروان ائتلاف په یوه بیان کې اسرائیل تورن کړی دی.

په بیان کې د کینټ پوهنتون ډاکټر شهد حموري له قوله ویل شوي: "اسرائیل حاضر دی چې د بشري مرستو کښتۍ بمبار کړي ترڅو د جګړې د یوې وسیلې په توګه د فلسطیني خلکو د لوږې پالیسۍ ته دوام ورکړي."

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیز په ایکس (پخواني ټویټر) کې ویلي چې هغې د آزادۍ کاروان له کښتۍ څخه د خطر زنګ ترلاسه کړی دی.

هغې زیاته کړه: "زه له اړوندو دولتي چارواکو، په ځانګړې توګه د سمندري چارو له ادارو څخه غوښتنه کوم چې د کښتۍ او د هغې د عملې ملاتړ وکړي."

هغې وویل: "زه باور لرم چې اړوند چارواکي به حقایق معلوم کړي او په مناسبه توګه مداخله وکړي."

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله