افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د افغانستان په شمال کې د زلزلې نه وروسته د ژغورنې او پلټنې چارې بشپړې او د پاکارۍ چارې پیل شوې
د افغانستان په شمال کې د ریښتر په کچه  د ۶.۳ درجې په شدت سره د  زلزلې وروسته د ژغورنې او پلټنې چارې بشپړ او د پاکارۍ چارې پیل شوې. د ویلو ده چې پدې زلزله کې د ۲۰ تنو د وژل کیدو او سلګونو  تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی شوی دی.
د افغانستان په شمال کې د زلزلې نه وروسته د ژغورنې او پلټنې چارې بشپړې او د پاکارۍ چارې پیل شوې
د افغانستان په شمال کې د زلزلې نه وروسته د ژغورنې او پلټنې چارې بشپړې او د پاکارۍ چارې پیل شوې / Reuters

د افغانستان په شمال کې د ریښتر په کچه  د ۶.۳ درجې په شدت سره د  زلزلې وروسته د ژغورنې او پلټنې چارې بشپړ او د پاکارۍ چارې پیل شوې. د ویلو ده چې پدې زلزله کې د ۲۰ تنو د وژل کیدو او سلګونو  تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی شوی دی.

چارواکي وايي، زلزله د افغانستان شمالي ښار مزارشریف ته نږدې شوې، چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې وژلي او د ښار تاریخي د حضرت علي کرم الله وجهه روضې ته زیان اړولی دی.

د چارواکو په وینا، دغې زلزلې د دوشنبې په ورځ د افغانستان شمالي ښار مزارشریف  او شاوخوا ولایتونه ولړزاول ، چې له امله يي  لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او په سلګونو تنو ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د وروستیو شمېرو له مخې، شاوخوا ۹۴۵ کسان ټپیان شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په وینا، سلګونه کورونه په بشپړه یا قسمي توګه ویجاړ شوي، چې مرستندویه ډلو ویلي دا شمیره د ژمي په درشل کې د اندیښنې وړ ده، چیرې چې د تودوخې درجه له صفر څخه ښکته کیږي.

د سې شنبې په ورځ، د زلزلې مرکز ته نږدې سیمه، تنګي تاشقرغان کې، اوسیدونکو د کنډوالو په پاکولو او د زیانمنو شویو ودانیو په پیاوړي کولو بوخت وو.

یو ځايي هټیوال، محمد یاسین وویل، په زلزله کې لسګونه ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې دي.

هغه وویل: "که تاسو د دوکانونو دننه لاړ شئ، نو ویره احساسوئ چې هره لحظه، شاید همدا اوس یا په لسو دقیقو کې، ونړیږي."

دا ناورین د افغانستان د طالبانو ادارې لپاره وروستۍ ننګونه ده، چې لا دمخه د نورو بحرانونو سره لاس او ګریوان ده، لکه د اګست میاشتې زلزله چې د هیواد په ختیځ کې یې زرګونه کسان ووژل، د بهرنیو مرستو کمښت، او د ګاونډیو هیوادونو لخوا د افغان کډوالو ډله ایز ایستل.

ملګرو ملتونو د مرستې ژمنه کړې، او همدارنګه هند، چې هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو له لنډمهاله ادارې سره اړیکې ښې کړي، کومه چې لاهم د ډیری لویدیځو هیوادونو تر بندیزونو لاندې ده. چین هم د سې شنبې په ورځ وویل چې مرسته به وکړي.

افغانستان، چې د لوړو غرونو په منځ کې پروت دی، د یو لړ طبیعي پیښو سره مخ دی، خو زلزلې یې تر ټولو ډیر تلفات لري، چې هر کال په اوسط ډول شاوخوا ۵۶۰ کسان وژني او د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کلنی زیان اړوي. د ودانیو ټیټ کیفیت هم د مرګ ژوبلې په شمیر کې رول لري، او کارپوهان سپارښتنه کوي چې نوې ودانۍ باید د زلزلې په وړاندې مقاومت لرونکي جوړې شي او موجوده ودانۍ باید ترمیم شي ترڅو د نړیدو چانس کم شي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.