تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې او هنګري د ستراتیژیک شراکت د پیاوړتیا لپاره د امنیت او کلتور په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه هېوادونه د ۶ میلیارده ډالرو سوداګریز حجم هدف ته نږدې شوي دي.
تورکیې او هنګري د ستراتیژیک شراکت د پیاوړتیا لپاره د امنیت او کلتور په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل
تورکیې او هنګري د ستراتیژیک شراکت د پیاوړتیا لپاره د امنیت او کلتور په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل / AA

تورکیې او هنګري د ستراتیژیک شراکت د پیاوړتیا لپاره د امنیت او کلتور په برخو کې تړونونه لاسلیک کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې انقره او بوداپست د ۶ میلیارده ډالرو سوداګریز حجم هدف ته نږدې دي.

د تورکیې ولسمشر وویل، تورکیې او هنګري د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د هوايي چلند، امنیت، ټکنالوژۍ، کلتور او زده کړو په ګډون په ډېرو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه هېوادونه د ۶ میلیارده ډالرو سوداګریز حجم هدف ته نږدې شوي دي.

اردوغان زیاته کړه: "موږ په ۲۰۲۵ کال کې، چې د تورکیې او هنګري د ساینس او نوښت کال اعلان شوی، ۲۸ ګډ اقدامات ترسره کړل او ګډو پروژو ته مو سرچینې ځانګړې کړې."

'تورکي نړۍ به لویه انرژي راټوله کړي'

اوربان هم د تورکیې سیمه ییز رول او د اردوغان ډیپلوماتیکې هڅې وستایلې او ویې ویل چې ترکي نړۍ د یوه خوځنده او پیاوړي ځواک په توګه راڅرګندېږي.

هغه وویل، اردوغان ورته ویلي چې یوه بېله نړۍ راروانه ده او ترکي نړۍ به لویه انرژي راټوله کړي، او دا چې هغه د "ترکي پېړۍ" تر مفکورې لاندې یو لوی لید لیدلی دی.

د هنګري لومړي وزیر د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تورکیې هڅې هم وستایلې او اردوغان یې په دې بهیر کې "یوازینی بریالی منځګړی" وباله.

دا خبري کنفرانس د مشرانو له لیدنې وروسته ترسره شو. اوربان تورکیې ته د تورکیې او هنګري د لوړې کچې ستراتیژیکو همکاریو شورا په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره په سفر تللی دی.

 

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي