نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
عراقچي: ایران ډیپلوماسۍ ته چمتو دی، خو د یورانیمو له غني کولو نه په شا کیږي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
عراقچي / reuters
 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران هیله من دی له امریکا سره روان کړکېچ د ډیپلوماسۍ له لارې پای ته ورسیږي. خو بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران هوکړې ته لېواله دی، مګر د تهران له لوري وړاندې شوي شرایط ورته د منلو وړ نه دي.

عراقچي د ایران له دولتي ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې زیاته کړې چې هېواد یې «داسې هوکړه غواړي چې د یوې نوې جګړې د نه پېښېدو تضمین وکړي.» نوموړي ټینګار کړی چې تهران له واشنګټن څخه د عملي پرمختګ لپاره د خبرو اترو په اړه د جديت ډاډ غواړي.

په ورته وخت کې، ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دوی هوکړه غواړي، خو داسې هوکړه نه کوي چې زما لپاره د منلو وړ وي.»

 راپور: امریکا د ځمکنیو امتیازاتو په بدل کې اوکراین ته د ناټو غړیتوب وړاندیز کړی

د امریکا «وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې راپور ورکړی چې واشنګټن د سولې په وروستیو خبرو اترو کې روسیې ته د ځمکنیو امتیازاتو ورکولو په بدل کې، په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب مسله راپورته کړې ده.

د راپور له مخې، په خبرو کې د ښکېلو سرچینو په وینا، امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر دوو بېلابېلو انتخابونو کار کوي:

لومړی انتخاب: اوکراین به د ناټو د بشپړ غړي په توګه ومنل شي، خو په بدل کې به هغه سیمې پرېږدي چې دا مهال یې په ختیځ «ډونباس» کې تر کنټرول لاندې لري.

دوهم انتخاب: جګړه به پر اوسنیو کرښو کنګل شي او د ډونباس یوه برخه به د اوکراین په واک کې پاتې شي. په بدل کې به کیف له امریکا او احتمالي اروپايي متحدینو سره د یوه نړیوال تړون له لارې امنیتي تضمینونه ترلاسه کړي.

 د روهینګیا په اړه د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړې اسرائیل اندېښمن کړی.

د عدالت نړیوالې محکمې هغې پرېکړې چې له مخې یې میانمار د روهینګیا مسلمانانو په وړاندې په نسل وژنه تورن پېژندل شوی، په اسرائیلو کې جدي اندېښنې راپارولې دي.

د اسرائیلي رسنۍ «وای‌نټ» (Ynet) د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، د تل ابیب حکومت وېره لري چې دا پرېکړه به په غزه کې د نسل وژنې د تورونو په تړاو، د اسراییلو پر ضد د سویلي افریقا په قضیه کې د یوې حقوقي مخینې (سابقې) په توګه وکارول شي.

لوړپوړو اسرائیلي چارواکو دغه پرېکړه د خپل هېواد لپاره «خطرناکه بېلګه» بللې ده. د دوی په وینا، که څه هم دا معیارونه په مستقیم ډول پر اسرائیلو نه پلي کېږي، خو د نویو حقوقي ارزونو لپاره دروازه پرانیزي او دا ثابتوي چې یو دولت د نسل وژنې مسوول ګڼل کېدای شي او د نسل وژنې نیت په محکمه کې د اثبات وړ دی.

 په جینیوا کې د «وژونکو روبوټونو» د کنټرول په اړه د ملګرو ملتونو خبرې بې‌پایلې پایته ورسیدې.

د ملګرو ملتونو هغه خبرې اترې چې موخه یې د خپلواکو وسلو سیسټمونو (وژونکو روبوټونو) د کارونې تنظیمول وو، د ټاکلي وخت له تېرېدو سره سره کومې هوکړې ته ونه رسېدې.

په جینیوا کې دغه پنځه ورځنۍ ناسته ټاکل شوې وه چې د جمعې په ماښام پای ته ورسېږي، خو د روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادونو له لوري د خبرو د ټکني کېدو له امله، ګډونوالو ونه شو کولای چې د دغو وسلو د کنټرول لپاره پر یوه رسمي تړون هوکړه وکړي. اوسمهال لوري د محدودې انساني څارنې لاندې وسلو په اړه پر یوه غیرالزامي (ناپابند) تړون غور کوي.

د «وژونکو روبوټونو» کارونه، چې کولی شي په خپلواکه توګه اهداف وپېژني او برید پرې وکړي، نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي. تمه کېږي چې په دې اړه خبرې اترې د شنبې تر سهاره دوام ومومي.

 د تورکیې «اوروچ رئیس» څېړنیزه بېړۍ پاکستان ته ورسېده.

د تورکیې د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپرسلان بایرقتار اعلان کړی چې د کراچۍ بندر ته د «اوروچ رئیس» په نوم د زلزلې او طبیعي سرچینو د څېړنیزې بېړۍ رسېدل، د تورکیې او پاکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د نوي پړاو پیل دی.

وزیر بایرقتار ویلي چې دغه بېړۍ له ۱۹ ورځني سمندري سفر وروسته پاکستان ته رسېدلې او د سیند او مکران حوزو د انرژۍ ظرفیت د سپړلو دنده ورسپارل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، اوروچ رئیس بېړۍ به د تورکیې د پټرولیم شرکت (TPAO) سره په ګډه، د شاوخوا دوو میاشتو لپاره د «سیند-سي» بلاک په ۶۷۰ مربع کیلومتره ساحه کې درې اړخیزې جیولوجیکي او زلزله‌ییزې څېړنې ترسره کړي.

 

وپلټۍ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.
ریال ماډریډ لوبډلې د تورکیې د ملي فوټبالر  اردا ګولر تړون تر ۲۰۳۲ کال پورې وغځاوه
په امریکا کې یو پاکستاني سوداګر د ایران سره د تړاو په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شو
اسرائیلو په غزه کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ فلسطینیان ووژل
په «کاپ ۳۱» سرمشریزه کې ۷۵ هېوادونه د تورکیې د نړیوال برېښنايي کولو نوښت نه ملاتړ وکړ.
۵ میلیونه څېرې: اسرائیل څنګه د امازون له مصنوعي ځیرکتیا څخه د فلسطینیانو د څارنې لپاره ګټه واخیسته؟