تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ
د تورکیې د  ډیپلوماټیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، فیدان د یکشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او له پاکستاني چارواکو سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ / AA

هاکان فیدان د خپلو سعودي عربستان، قطر، مصر او ایران له سیالانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې، امریکایي او پاکستاني چارواکو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د پای ته رسولو د هڅو په اړه له خپلو سعودي او قطري سیالانو او پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

د تورکیې د  ډیپلوماټیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، فیدان د یکشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او له پاکستاني چارواکو سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

تر دې وړاندې، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د مصر له بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې کایا کالاس او له امریکایي چارواکو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر "اړینو ګامونو" بحث کړی و. د دغو خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

په سیمه کې کړکېچ وروسته له هغه په شدت سره زیات شو چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران ګډه جګړه پیل کړه. په دغه جګړه کې تر اوسه له ۱۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، چې په هغو کې د ایران د هغه وخت ستر رهبر علي خامنه‌یي هم شامل و.

ایران په ځواب کې پر اسرائیلو او دغه راز پر اردن، عراق او د خلیج پر هغو هېوادونو چې د امریکا پوځي تاسیسات په کې دي، د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او توغندیو بریدونه کړي دي. دغو بریدونو د ځاني تلفاتو او بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړولو ترڅنګ، نړیوال بازارونه او هوايي چلند هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

ایران همدارنګه د هرمز ستراتیژیکه تنګي د ډېری کښتیو پر مخ تړلې ده؛ دا د تېلو د لېږد یوه خورا مهمه لاره ده چې په عادي حالت کې ترې هره ورځ نږدې ۲۰ میلیونه بېرل تېل او د نړۍ د مایع طبیعي ګاز (LNG) نږدې ۲۰ سلنه سوداګري ترسره کېږي.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.