ساینس او ټکنالوژي
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.
تورکیې د سه شنبې په ورځ په رسمي ډول خپل لومړني په لویه کچه تولید شوي الټای جنګي ټانکونه د د هیواد وسله والو ځواکونو ته وسپارل، چې دا د هیواد د بشپړ ځایی دفاعي صنعت په لور د حرکت یو مهم پړاو په نښه کوي.
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.
د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته سپارل کیږي. / Others

د تورکیې کورني پرمختللي  "الټای" جنګي ټانکونه د تورکیې وسله والو ځواکونو ته وسپارل شول.

ولسمشر اردوغان د الټای کورني جنګي ټانکونو د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د تورکیې د خپلواک زغره وال ځواک په لټه کې یو مهم ګام دی.

تورکیې د سه شنبې په ورځ په رسمي ډول خپل لومړني په لویه کچه تولید شوي الټای جنګي ټانکونه د د هیواد وسله والو ځواکونو ته وسپارل، چې دا د هیواد د بشپړ ځایی دفاعي صنعت په لور د حرکت یو مهم پړاو په نښه کوي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د انقرې په قهرمان قازان ولسوالۍ کې د الټای ټانک د سپارلو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. سربیره پر دې، ولسمشر اردوغان د BMC زغره والو وسایطو د تولید فابریکه هم په رسمي ډول پرانیسته- چې د تورکیې یو له سترو دفاعي تولیدي مرکزونو څخه ده.

دا ټانک د فخرالدین الټای پاشا په نوم نومول شوی، هغه افسانوي قوماندان چې د تورکیې د خپلواکۍ د جګړې پر مهال یې د خپل پنځم سواره قول اردو سره ازمیر ته ننوتلی وو. الټای د تورکیې د نوي نسل د زغره والو ځواکونو د ملا تیر په توګه پیژندل کیږي.

دا پروژه، چې په بشپړه توګه د تورکي انجینرانو لخوا جوړه شوې، اوس د ډله ایز تولید مرحلې ته داخله شوې ده. د BMC نوی تولیدي کمپلکس د هیواد په ځانګړې هوايي او دفاعي صنعتي زون کې ۸۴۰،۰۰۰ مربع متره ساحه پوښي.

په پنځو کلونو کې ۲۵۰ ټانکونه

د تورکیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به د T1 ترتیب ۱۱ الټای ټانکونه، په ۲۰۲۷ کال کې ۴۱ او په ۲۰۲۸ کال کې ۳۰ ټانکونه وسپارل شي، چې ټولټال ۸۵ ټانکونه کیږي.

له ۲۰۲۸ کال وروسته به تولید پرمختللي T2 ډول ته واړول شي، چې په کور دننه جوړ شوي "باتو" انجن به ولري، او ۱۵۶ نور ټانکونه به تولید شي - چې په پنځو کلونو کې به ټوله شمیره ۲۵۰ ته ورسیږي.

د الټای برنامه د تورکیې یوه له خورا هیله بښونکو ځایی پوځي پروژو څخه ده، چې موخه یې په بهرنیو هیوادونو د انحصار کمول او د سیمه ایز امنیتي وضعیت د چټکو بدلونونو په منځ کې د ملي دفاعي وړتیاوو لوړول دي.

 

وپلټۍ
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي