دداتچې په سمندر کې د عثماني دور د ډوبې شوې کښتۍ څېړنې د ۱۷مې پېړۍ په سمندري تاريخ باندې رڼا اچوي.

د داتچې په جنوب لوېديځې سمندري غاړې کې د عثماني دولت د کزلان په نامه ډوبې شوي کښتۍ د موندلو په ترڅ کې، د عثماني سلطنت پورې اړوند مهم اثار او شواهد راڅرګند شوي دي.

دداتچې په سمندر کې د عثماني دور د ډوبې شوې کښتۍ څېړنې د ۱۷مې پېړۍ په سمندري تاريخ باندې رڼا اچوي. / TRT Global

دغه موندنې د کښتۍ د ډوبېدو او سمندري تاريخ په اړه مهم معلومات وړاندې کوي. د کلتور او سياحت وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه څیړنې د دوکوز ايلول پوهنتون د سمندر لاندې څیړنیز مرکز (SUDEMER) لخوا د ماوي میراث پروژې په چوکاټ کې پرمخ وړل کېږي.

په دغه څیړنو کې سږ کال د کښتۍ د هويت او د ډوبېدو د وخت په اړه د پام وړ موندنې ترلاسه شوي دي. د موندنو په لړ کې د ينيچريانو ۱۴ ټوپکې، شاوخوا ۲۵۰۰ سربي مرمۍ او چاودېدلي توپک ګولۍ شاملې دي. دغه حالت داسې ښايي چې دغې کښتۍ په يوه جګړه کې برخه اخيستې وه.

برسېره پر دې، د اسلامي بازارونو لپاره د چين له خوا توليد شوي آبي رنګه چيني لوښي، دا ګومان پياوړی کوي چې کښتۍ په يوه ځانګړې دنده يا ديپلوماتيک ماموريت کې وه. د چيني لوښو په خاص ډول پوخل داسې ښايي چې دا ډالۍ وې.

په دغه کښتۍ کې د کارکوونکو او سرتېرو شخصي شيان هم راڅرګند شوي دي. په دې کې د شمشیر  لرګي څخه جوړې شوې ګومنځې، د مسو دېګونه، خټين منګي او نور لوښي شامل دي. په کښتۍ کې د تونس د جربه سيمې د خټينو لوښو شتون داسې ښايي چې کښتۍ له شمالي افريقا څخه راغلې وي.

د کزلان دغه ډوبه شوې کښتۍ چې د ینیچري څخه ډکه وه د تورکیه په اوبو کې ګرځیدله. د دغې کښتۍ د لمړي ځل کشف داسې ښايي چې دا د عثمانیي دولت د لویو کښتیو لمړی کشف دی او په دې خاطر ډیر اهمیت لري.

د کښتۍ د ښي خواټولې برخې موندل شوي دي، چې دا د کښتۍ د جوړولو د تخنيکونو په اړه ارزښتناکه معلومات وړاندې کوي. ټول شواهد ښيي چې کښتۍ د ۱۷مې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د يوې جګړې وروسته ډوبه شوې ده.

توقع کېږي چې څیړنې به تر ۲۰۲۵ کال پورې بشپړې شي او دا موندنې به د عثماني سمندري تاريخ په اړه نوي معلومات وړاندې کړي.