افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان: د پاکستاني پلاوي غیر معقولو غوښتنو خبرې اترې له خنډ سره مخ کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي ادعا وکړه چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو د ناکامۍ اصلي لامل د پاکستاني پلاوي "غیر معقول او نه پلي کېدونکې غوښتنې" وې.
افغانستان: د پاکستاني پلاوي غیر معقولو غوښتنو خبرې اترې له خنډ سره مخ کړې
افغانستان: د پاکستاني پلاوي غیر معقولو غوښتنو خبرې اترې له خنډ سره مخ کړې / Reuters
 

افغانستان: د پاکستاني پلاوي غیر معقولو غوښتنو خبرې اترې له خنډ سره مخ کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي ادعا وکړه چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو د ناکامۍ اصلي لامل د پاکستاني پلاوي "غیر معقول او نه پلي کېدونکې غوښتنې" وې.

متقي په یوه غونډه کې د پاکستان سره د شویو خبرو په اړه څرګندونې وکړې.

متقي په استانبول کې جوړو شویو غونډو ته په اشارې وویل: "پاکستاني استازو د مذاکراتو پر مهال داسې غوښتنې وړاندې کړې چې نه د پلي کېدو وړ وې او نه هم معقولې. د هغوی یوه غوښتنه دا وه چې 'موږ ته تضمین راکړئ چې په پاکستان کې به بیا امنیتي پېښه نه رامنځته کیږي.'"

متقي څرګنده کړه چې افغانستان غواړي له پاکستان سره د متقابل احترام پر بنسټ دوستانه اړیکې ولري، خو ویې ویل چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې ته به دوام ورکړي.

متقي دا ادعا هم وکړه چې پاکستان پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره سوداګریزې لارې تړلې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو وروسته د اکتوبر په ۱۵مه اعلان شوی ۴۸ ساعته اوربند، د تورکیې او قطر په ملاتړ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو تر پایه وغځول شو.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه، د استخباراتو د ملي ادارې (MİT) مشر ابراهیم کالن هم د دوحې په خبرو کې ګډون کړی و.

د خبرو اترو اصلي موضوع "د اوسني اوربند غځول او د وروستیو پوله ییزو نښتو حل کول" وو او دواړو خواوو هوکړه کړې وه.

په دوحه کې له ۱۴ ساعته مذاکراتو وروسته پرېکړه وشوه چې د اوربند د جزئیاتو د څېړلو لپاره به تخنیکي کمیټه خپله لومړۍ غونډه په استانبول کې ترسره کوي.

د پاکستان او افغانستان پلاوي د اکتوبر په ۲۵مه په همدې موخه په استانبول کې سره راټول شول، او د غونډې لومړی پړاو د اکتوبر په ۳۰مه د بیا کتنې په پرېکړې سره پای ته ورسېد.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم د نومبر په ۷مه اعلان وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ مذاکرات بې پایلې پاتې شوي او ځنډول شوي دي.

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.