د پاکستان د اقلیم د بدلون وزیر مصدق مسعود ملک د شانګهای د همکارۍ سازمان د تمدني خبرو اترو په درې ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.
د پاکستان د اقلیمي بدلونونو او چاپېریال ساتنې د همغږۍ وزیر مصدق مسعود ملک د جمعې په ورځ نوي ډیلي ته ورسېد، ترڅو د شانګهای د همکارۍ سازمان د تمدني خبرو اترو په غونډه کې ګډون وکړي. دا د تېر کال له پوځي شخړې راهیسې هند ته د پاکستان د یوه وزیر لومړنی سفر دی.
په نوي ډیلي کې د پاکستان عالي کمیسیون د امریکا په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې په یوه خپاره کړي پیغام کې د ملک د رسېدو خبر ورکړ.
د نوموړي دا سفر هند ته د یوه پاکستاني فدرالي وزیر لومړنی سفر دی، وروسته له هغه چې دواړه ګاونډي هېوادونه په ۲۰۲۵ کال کې په څلور ورځنۍ پوځي شخړه کې ښکېل شول.
وروستی ځل دا ډول لوړ پوړی سفر په ۲۰۲۳ کال کې ترسره شو.
د ملک سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او دواړو هېوادونو د تېر کال له شخړې وروسته خپلې دوه اړخیزې اړیکې راټیټې کړې دي.
هند د جمعې څخه تر یکشنبې پورې د شانګهای همکارۍ سازمان د تمدني خبرو اترو درې ورځنۍ کوربه توب کوي.
ټاکل شوې چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د دې غونډې پرانیسته وکړي. په دې غونډه کې د دغه سازمان د ۱۰ غړو هېوادونو چارواکي ګډون کوي.
د هند د حکومت په وینا، د دې غونډې موخه د "سیمې د بډایه او متقابل تمدن میراث لمانځل، د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کول او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ هڅول دي."
د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شو او له هغه راهیسې یې د بشپړو غړو شمېر ۱۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.
هند، پاکستان، ایران او بلاروس وروسته له دې سازمان سره یوځای شول.














