تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د استخباراتو مشر: پر ایران د اسرائیل او امریکا جګړه د نړیوال کړکېچ خطر په جدي توګه لوړ کړی
د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان مشر خبرداری ورکړی چې د اسرائیل، امریکا او ایران ترمنځ روانه جګړه که دوام ومومي، نو د یوه پراخ نړیوال کړکېچ د رامنځته کېدو خطر لري.
د تورکیې د استخباراتو مشر: پر ایران د اسرائیل او امریکا جګړه د نړیوال کړکېچ خطر په جدي توګه لوړ کړی
د تورکیې د استخباراتو مشر: پر ایران د اسرائیل او امریکا جګړه د نړیوال کړکېچ خطر په جدي توګه لوړ کړی / AA
29 مارچ 2026


ابراهیم کالین خبرداری ورکوي چې د ایران اوسنی کړکېچ "په چټکۍ سره د یوه نړیوال کړکېچ په لور روان دی" او داسې "جګړې" ته د اوښتو خطر لري چې "بیه به یې اته میلیارده انسانان پرې کوي".

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان مشر خبرداری ورکړی چې د اسرائیل، امریکا او ایران ترمنځ روانه جګړه که دوام ومومي، نو د یوه پراخ نړیوال کړکېچ د رامنځته کېدو خطر لري.

ابراهیم کالین د شنبې په ورځ په استانبول کې د سټراټکام ۲۰۲۶ سرمشریزې ته په وینا کې وویل: "له نړیوالې وبا راهیسې، زموږ نړۍ له ډېرو سختو پړاوونو، کړکېچونو او درزونو څخه تېرېږي."

هغه وویل، د روسیې او اوکراین جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوه، په دې وروستیو کې خپل پنځم کال ته داخله شوې او لا هم روښانه نه ده چې پایله به یې څه وي.

کالین دا هم وویل چې پر غزې د اسرائیل د نسل وژونکې جګړې پایلې، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پیل شوه، لا هم محسوسېږي.

نوموړي وویل: "په داسې حال کې چې په غزه کې د سولې د ټینګښت هڅې روانې دي، د اسرائیل سرغړونې او د اشغال او الحاق سیاستونه یې له کوم ځنډ پرته دوام لري."

په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه، کالین وویل چې د تېر کال په جون میاشت کې د اسرائیل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې د ایران د اوسني کړکېچ شرایط وازمایل.

هغه وویل: "موږ دا مهال د اسرائیل/امریکا او ایران ترمنځ د هغې جګړې په منځ کې یو چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې او شاوخوا یوه میاشت یې دوام کړی دی."

کالین وویل، تورکیې د ایران د جګړې د مخنیوي او د هغې د خپرېدو د درولو لپاره سختې ډیپلوماتیکې هڅې کړې دي او خبرداری یې ورکړ چې دا جګړه له سیمې بهر د پراخېدو خطر لري.

هغه وویل: "له بده مرغه، هغه سیمه‌ییزه جګړه چې اسرائیل پیل کړې، لکه څنګه چې د تورکیې ولسمشر خبرداری ورکړی، په چټکۍ سره د یوه نړیوال کړکېچ په لور روانه ده." دا د داسې "جګړې" خطر لري چې "بیه به یې اته میلیارده انسانان پرې کوي."

هغه زیاته کړه: "زموږ ټوله هڅه دا ده چې تر هر څه لومړی دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي."

تورکیې هېڅکله د نفاق اور ته لمن نه ده وهلې

هغه دا خبرداری هم ورکړ چې دا کړکېچ کولی شي په سیمه کې اختلافات نور هم ژور کړي.

"د دې جګړې یوه محاسبه شوې پایله یوازې د ایران د اټومي وړتیا له منځه وړل نه دي، بلکې تر دې خطرناکه دا ده چې داسې ګامونه اخیستل کېږي چې د سیمې د بنسټیزو خلکو - ترکانو، کردانو، عربانو او فارسیانو - ترمنځ د لسیزو ورور وژونکو شخړو ته زمینه برابروي."

کالین ټینګار وکړ چې ترکیه به په داسې اختلافاتو کې برخه وانخلي.

"ترکیه هېڅکله د نفاق اور ته لمن وهونکې نه ده پاتې شوې او نه به شي. که اړتیا وي، موږ به د اور ګوله په لاسونو کې واخلو او پر خپله سینه به یې سړه کړو، خو هېڅکله به یې د نفاق اور ته ونه غورځوو."

هغه وویل چې د ایران پر وړاندې جګړه د نړیوال قانون له مخې حقوقي بنسټ نه لري.

کالین په سیمه کې د نویو تحمیلي واقعیتونو د رامنځته کولو د هڅو په اړه هم خبرداری ورکړ.

"موږ ښه پوهېږو چې هغه کسان چې دا جګړه یې پیل کړې، هڅه کوي په لبنان، سوریه، د فلسطین په خاوره او نورو ځایونو کې د ویجاړۍ، الحاق او اشغال د سیاستونو له لارې نوي واقعیتونه رامنځته کړي."

هغه زیاته کړه چې ترکیه به اجازه ورنکړي چې د فلسطینیانو حقونه له پامه وغورځول شي.

"موږ به اجازه ورنکړو چې د فلسطینیانو بنسټیز حقونه د تحمیلي واقعیتونو له لارې ترې واخیستل شي او یا په غزه او لوېدیځه غاړه کې سرغړونې له پامه وغورځول شي."

کالین وویل: "پر خلیجي هېوادونو د ایران بریدونه د منلو وړ نه دي. خو موږ باید هېڅکله هېر نه کړو چې جګړه چا پیل کړه."

هغه وویل چې ترکیه د خبرو اترو د پیل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان د نوښتونو په ګډون، ملاتړ کوي.

"موږ په دې برخه کې د خپلو پاکستاني وروڼو د مرستې له غځول شوي لاس څخه پوره ملاتړ کوو."

خو کالین وویل چې اسرائیل د خبرو اترو د پیل هڅې کمزورې کړې دي.

"لکه د جګړې څخه مخکې، موږ وینو چې اسرائیل د خبرو اترو او اړیکو د کانالونو د پرانیستلو هڅې په شدت سره سبوتاژ کوي."

په منځني ختیځ کې کړکېچ د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې وروسته له هغه زیات شو چې امریکا او اسرائیل پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، چې تر اوسه له ۱۳۴۰ ډېر کسان وژل شوي، چې د هغه وخت ستر مذهبي مشر علي خامنه اي هم په کې شامل دی.

ایران په ځواب کې د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې اسرائیل او هغه خلیجي هېوادونه یې په نښه کړي چېرې چې د امریکا پوځي شتمنۍ شتون لري.

'اړیکې د مانا جوړولو یوه هڅه ده'

د جګړې ترڅنګ، کالین دا خبرداری هم ورکړ چې عصري نړۍ له معلوماتو ډکه ده، خو له حقیقت څخه په زیاتېدونکي ډول لرې شوې ده.

هغه وویل: "موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې معلومات ډېر دي، پوهه کمه شوې او حکمت تقریباً له منځه تللی دی."

هغه استدلال وکړ: "اړیکې یوازې د معلوماتو او پیغامونو د لېږد هڅه نه ده. اړیکې د مانا جوړولو یوه هڅه هم ده."

کالین وویل: "که تاسو یو څه ته نوم ورنکړئ، هغه ستاسو نه دی. که تاسو کیسه ونه وایئ، هغه ستاسو کیسه نه ده." نوموړي پر ټولنو غږ وکړ چې خپل مفهومي چوکاټونه او روایات رامنځته کړي.

 

وپلټۍ
د امریکا لخوا د هرمز تنګي د کلابندۍ پر مهال د ایران اړوند کښتۍ خلیج ته نوې لاره کاروي
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کاناډا له لومړي وزیر کارنۍ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي
په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په ادعا شوې کښتۍ باندې د امریکا برید څلور کسان ووژل
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي'
اوکرایني چارواکي: د روسیې په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون اوه کسان وژل شوي
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي.
د چین ولسمشر شي جين پينګ په بیجینګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف سره وکتل