چینايي ستورمزلو مځکې ته د راستنیدو ماموریت وځنډید

د چینایي ستورمزلو یوه ډله ځمکې ته د بیرته ستنیدو ځنډ سره مخ ده ځکه چې باور کیږي د دوی فضايي بیړۍ د یوې کوچنۍ ټوټې ملبې سره ټکر شوې ده.

By
چینايي ستورمزلو مځکې ته د راستنیدو ماموریت وځنډید

د چین فضانوردان ځمکې ته د بیرته ستنیدو له ځنډ سره مخ دي وروسته له هغه چې فضايي بیړۍ ممکن د ملبې سره لګېدلې وي

د شنژو-۲۰ ماموریت درې ستورمزلي د اپریل په میاشت کې د تیانګونګ فضايي سټیشن ته الوتنه وکړه او د خپلې شپږ میاشتنې دندې موده یې نږدې بشپړه کړې وه.

د چینایي ستورمزلو یوه ډله ځمکې ته د بیرته ستنیدو ځنډ سره مخ ده ځکه چې باور کیږي د دوی فضايي بیړۍ د یوې کوچنۍ ټوټې ملبې سره ټکر شوې ده.

د چین د دولتي نشراتي ارګان سي ټي وي ویلي دي چې ، د دوی راستنیدنه، چې په اصل کې د چهارشنبې لپاره ټاکل شوې وه، د یوې نامعلومې نیټې پورې ځنډیدلې او نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د شنژو-۲۰ ماموریت څخه درې ستورمزلي د اپریل په میاشت کې د تیانګونګ فضايي سټیشن ته الوتنه وکړه او خپل شپږ میاشتنی گردش یې پای ته ورساوه.

دا ډله د ټیم مشر چن دونګ، جنګي پیلوټ چن ژونګروی او انجینر وانګ جی څخه جوړه ده.

د دوی ځای ناستي د «شنژو–۲۱» ماموریت ستورمزلي دي چې د شنبې په ورځ په بریالیتوب سره له فضا سټېشن سره نښلون ترسره کړ.