تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ
ولسمشر اردوغان په باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې ویلي، تورکیه "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ له نږدې څاري."
د تورکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ
د تورکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ / Turkish Communications Directorate

د تورکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ

د تورکیې د عامه  اړیکو ریاست وايي، ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې په غزه کې د اوربند سربیره د افغانستان او پاکستان ترمنځه د اوربند د ساتلو په اړه ټینګار کړی دی.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اردوغان په باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې ویلي، تورکیه "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ له نږدې څاري."

نوموړي همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې د تورکیې په منځګړیتوب روانې خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دایمي ثبات لپاره پایلې ولري او ډاډ یې ورکړ چې انقره به دې پروسې ته خپله ونډه ورکولو ته دوام ورکړي.

اردوغان زیاته کړه چې تورکیه او پاکستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعت په برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي.

هغه همدارنګه په غزه کې د اوربند پر ساتلو رڼا واچوله او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یې د دې مسئلې پر تعقیب ټینګار وکړ.

اردوغان او شریف تر دې وړاندې د ورځې په اوږدو کې د نوامبر د ۸مې د اذربایجان د بریا ورځې په مراسمو کې د ګډون لپاره باکو ته تللي وو. هغوی د بریا ورځې د لمانځنې د یوې برخې په توګه پوځي رسم ګذشت هم ننداره کړ.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.