د تورکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ
ولسمشر اردوغان په باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې ویلي، تورکیه "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ له نږدې څاري."
د تورکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست وايي، ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې په غزه کې د اوربند سربیره د افغانستان او پاکستان ترمنځه د اوربند د ساتلو په اړه ټینګار کړی دی.
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اردوغان په باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې ویلي، تورکیه "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ له نږدې څاري."
نوموړي همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې د تورکیې په منځګړیتوب روانې خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دایمي ثبات لپاره پایلې ولري او ډاډ یې ورکړ چې انقره به دې پروسې ته خپله ونډه ورکولو ته دوام ورکړي.
اردوغان زیاته کړه چې تورکیه او پاکستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعت په برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي.
هغه همدارنګه په غزه کې د اوربند پر ساتلو رڼا واچوله او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یې د دې مسئلې پر تعقیب ټینګار وکړ.
اردوغان او شریف تر دې وړاندې د ورځې په اوږدو کې د نوامبر د ۸مې د اذربایجان د بریا ورځې په مراسمو کې د ګډون لپاره باکو ته تللي وو. هغوی د بریا ورځې د لمانځنې د یوې برخې په توګه پوځي رسم ګذشت هم ننداره کړ.