منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو او خپلواکۍ حق د تاییدولو پرېکړه‌لیک مسوده د ۸ مخالفو رایو په مقابل کې په ۱۶۲ موافقو رایو سره تصویب کړه.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
ملګري ملتونه / Anadolu Agency (Wire)
 

د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې لخوا، چې د بشري حقونو او بشردوستانه چارو مسوولیت لري، وړاندې شوې دغه مسوده رایه‌ګیرۍ ته وړاندې شوه.

په دې رایه‌ګیرۍ کې ۱۶۲ هېوادونو د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ او برخلیک ټاکلو حق ته «هو» رایه ورکړه، ۸ هېوادونو «نه» رایه وکاروله او ۸ نورو هېوادونو بیا ممتنع (بې‌طرفه) رایه ورکړه.

په موافقو هېوادونو کې د تورکیې په ګډون د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه، کاناډا، اسټرالیا او د جنوبي امریکا، اسیا او افریقا ډېری هېوادونه شامل دي. بلخوا امریکا، اسرائیل، ارجنټاین، پاراګوای، مایکرونیزیا، ناورو، پاپوا نیو ګیني او پالاو د دغه پرېکړه‌لیک پر ضد رایه ورکړه.

دغه پرېکړه‌لیک تاییدوي چې د اسرائیلو له اشغال څخه لرې په خپله خاوره کې د فلسطین د خلکو د ازاد ژوند کولو او خپلواکۍ حق د نه لېږد وړ دی. همداراز ټینګار کوي چې دا حق بې‌قید او شرطه، نه بېلېدونکی او له هر ډول معاملې او جوړجاړي څخه پورته دی.

وپلټۍ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.
ریال ماډریډ لوبډلې د تورکیې د ملي فوټبالر  اردا ګولر تړون تر ۲۰۳۲ کال پورې وغځاوه
په امریکا کې یو پاکستاني سوداګر د ایران سره د تړاو په تور په ۲۷ کاله بند محکوم شو
اسرائیلو په غزه کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ فلسطینیان ووژل
په «کاپ ۳۱» سرمشریزه کې ۷۵ هېوادونه د تورکیې د نړیوال برېښنايي کولو نوښت نه ملاتړ وکړ.
۵ میلیونه څېرې: اسرائیل څنګه د امازون له مصنوعي ځیرکتیا څخه د فلسطینیانو د څارنې لپاره ګټه واخیسته؟