د سعودي په مشرۍ ایتلاف د جمعې په ورځ وویل چې د حوثي ملیشو لخوا د سعودي عربستان سویل ته توغول شوی بالستیک توغندی یې شنډ او ویجاړ کړ.
د ائتلاف ویاند ترکي المالکي په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې په یوه اعلامیه کې د دغه توغندي د شنډولو خبر ورکړ.
چارواکو همدارنګه په جنوبي سیمه کې د بېپیلوټه الوتکو د شنډولو راپور ورکړی او په څو جنوبي سیمو کې یې بیړني خبرتیاوې خپرې کړې.
وړاندیز شوي
یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې په شخړه کې ښکیل دی، هغه مهال حوثي ملیشو پلازمینه صنعا او څو نور ولایتونه ونیول.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د یمن د نړیوال پیژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره مداخله وکړه.















