کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا ناکامې شوې

د افغانستان د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ وویل، چې له پاکستان سره د سولې خبرو وروستی پړاو ناکام شوی او لامل یې د اسلام اباد "غیرمسئولانه او د نه همکارۍ" چلند وباله، چې دې چارې د لا ډېر تاوتریخوالي وېره پیدا کړې ده.

By
کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا ناکامې شوې

 

کابل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا ناکامې شوې

د افغانستان د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ وویل، چې له پاکستان سره د سولې خبرو وروستی پړاو ناکام شوی او لامل یې د اسلام اباد "غیرمسئولانه او د نه همکارۍ" چلند وباله، چې دې چارې د لا ډېر تاوتریخوالي وېره پیدا کړې ده.
دغه دواړه لوري د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې د هغه اوربند د وروستي کولو لپاره سره جرګه شوي وو چې د اکتوبر پر ۱۹مه په قطر کې د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته پرې هوکړه شوې وه.
دواړو لورو د خبرو د محتوا په اړه تقریباً بشپړه چوپتیا غوره کړې، او یوازې دومره معلومه ده چې په دې خبرو کې پر پخوانیو امنیتي مسایلو خبرې شوې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خواله رسنیو لیکلي: "د خبرو پر مهال، پاکستاني لوري هڅه وکړه چې د خپل امنیت ټول مسئولیت د افغان حکومت پر اوږو واچوي، په داسې حال کې چې نه یې د افغانستان د امنیت او نه یې هم د خپل امنیت د مسئولیت منلو ته کومه لېوالتیا وښوده."
هغه ویلي: "د پاکستاني پلاوي غیرمسئولانه او د نه همکارۍ چلند هېڅ کومه پایله نه ده ورکړې."
اسلام اباد او منځګړو دواړو سمدستي پر دې اعلان تبصره نه ده کړې.

همداشان مجاهد د تورکیې او قطر نه د منځګړیتوب له امله مننه وکړه .
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ یوه ورځ وړاندې اشاره کړې وه چې خبرې اترې د ناکامۍ په لور روانې دي، او ویلي یې وو چې مسئولیت د افغانستان پر غاړه دی چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره خپلې ژمنې ندي پوره کړي، " اوتر اوسه په دې کار کې پاتې راغلي دي".
هغه لیکلي: "پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او خپل حاکمیت د خوندي کولو لپاره له ټولو اړینو لارو چارو کار اخیستلو ته دوام ورکړي."

همداشان تیره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات پرته د کومې پایلې پایته رسیدلي دي او د ځنډولو پریکړه شوې ده.

پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې خبرې "ځنډولې دي"

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې "خبرې په بشپړ ډول بن‌بست ته رسېدلې دي. مذاکرات یوه نامعلوم پړاو ته داخل شوي دي." - "(افغان لوري) غوښتل چې شفاهي ډاډ ومنل شي، خو دا په نړیوالو مذاکراتو کې ممکن نه ده."

 د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف اعلان وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې بې پایلې وې او ځنډول شوې دي.

اصف له افغانستان سره د  نښتو وروسته په استانبول کې د روانو مذاکراتو په اړه جیو نیوز ته خبرې وکړې.

اصف په ډاګه کړه چې له کابل سره د خبرو درېیم پړاو چې  په استانبول کې پیل شوې وې هم کومه پایله نه ده ورکړې او ویې ویل: "خبرې په بشپړ ډول بن‌بست ته رسېدلې دي. مذاکرات یوه نامعلوم پړاو ته داخل شوي دي."

اصف له افغانستان سره د کړکېچ د کمولو لپاره د تورکیې او قطر له "مخلصانه هڅو" مننه وکړه او زیاته یې کړه: "هغوی زموږ د دریځ ملاتړ کوي. ان افغان پلاوی هم له موږ سره همغږی و، خو هغوی د یوه لیکلي تړون لاسلیک کولو ته چمتو نه وو."

اصف ټینګار وکړ چې پاکستان یوازې یو رسمي او لیکلی تړون مني او ویې ویل: "هغوی غوښتل چې شفاهي ډاډ ومنل شي، خو دا په نړیوالو مذاکراتو کې ممکن نه ده."

اصف څرګنده کړه چې تورکیې او قطر خپله ټوله هڅه وکړه او زیاته یې کړه: "که هغوی لږه هیله هم لرلای، نو له موږ به یې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وای. زموږ تش لاس راګرځېدل دا ښيي چې ان هغوی هم له کابل څخه ناهیلي شوي دي."

اصف یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دې کړکېچ په اړه د پاکستان دریځ ټینګ او روښانه دی او یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې افغانستان باید ډاډ ورکړي چې خاوره به یې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

اصف همدارنګه خبرداری ورکړ چې پاکستان به لمسونو ته ځواب ووايي، خو اشاره یې وکړه چې که برید ونه شي، نو اوربند به پر خپل ځای وي.

- پاکستان د خپلو وګړو او حاکمیت پر ساتنې ټینګار وکړ
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د X پر ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې وویل، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپلو پخوانیو نړیوالو، سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو ژمنو د پوره کولو مسئولیت د افغانستان پر غاړه دی، خو تر اوسه په دې برخه کې پاتې راغلی دی.

تارړ ټینګار وکړ چې پاکستان د افغان ولس په وړاندې ښه نیت لري، خو د خپلو وګړو او حاکمیت ساتنې ته به دوام ورکړي.

- د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د  نښتو وروسته، د اکتوبر پر ۱۵مه اعلان شوی ۴۸ ساعته اوربند، د تورکیې او قطر په ملاتړ د دواړو لورو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترسره شویو مذاکراتو تر پایه پورې غځول شوی و.

د دوحې په خبرو کې، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه د تورکیې د ملي استخباراتو (MİT) مشر ابراهیم کالن هم ګډون کړی و.

د خبرو اترو اصلي اجنډا "د اوسني اوربند غځول او د وروستیو پوله‌ییزو نښتو حل کول" وو او دواړو خواوو هوکړې ته رسېدلي وو.

په دوحه کې له ۱۴ ساعته مذاکراتو وروسته پرېکړه وشوه چې د اوربند پر جزییاتو د کار لپاره به د تخنیکي کمېټې لومړۍ غونډه په استانبول کې جوړېږي.

پاکستاني او افغان پلاوو د همدې موخې لپاره د اکتوبر پر ۲۵مه په استانبول کې سره ولیدل او د غونډې لومړی پړاو د اکتوبر پر ۳۰مه د بیا لیدو په پرېکړې سره پای ته ورسېد.