زاخارووا د پلازمېنې مسکو په اونیزه خبري غونډه کې د ځینو روانو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
نوموړې د روسیې پر وړاندې د ناټو پر اقداماتو نیوکه وکړه او ویې ویل: «ناټو لیوني حرکتونه کوي. دا ښيي هغه کسان چې په ناټو کې ستراتیژي جوړوي، جګړې ته لېواله دي. روسیه د ناټو پر غړو هېوادونو د برید نیت نه لري. موږ غواړو له ګاونډیو او نورو ټولو هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړو.»
زاخارووا د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د خبرو اترو په بهیر کې د اروپايي هېوادونو د ګډون احتمال ته په اشارې سره وویل، د اروپایانو څرګندونې او کړنې ښيي چې دوی دې کار ته چمتو نه دي.
هغې د اروپا په استازیتوب په خبرو اترو کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ د عالي استازې کایا کالاس د ګډون د احتمال په اړه هم ټینګار وکړ چې دا به سولهییز نوښتونه زیانمن کړي: «کالاس له دندې پیلولو راهیسې د روسیې ضد دریځ خپل کړی او زموږ له هېواد څخه غیرواقعي غوښتنې لري.»
ماریا زاخارووا دې ته په اشارې سره چې اروپايي اتحادیې پر روسیې د بندیزونو نوملړ پراخ کړی، وویل چې مسکو به دې پرېکړې ته ځواب ووايي.
نوموړې د استونیا هغه پرېکړه د «اوسپنیزې پردې» له دورې سره پرتله کړه، چې له مخې یې استونیا د روسیې د استخباراتو په امر پر خپل دفاعي شرکت د ورانکارۍ د هڅې په تور د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه له روسیې سره خپلې ټولې پولې تړي؛ زاخارووا وویل چې د دې پر وړاندې به سیاسي او ډیپلوماټیک ګامونه پورته کړي.
هغې د مولداویا هغو تورونو ته هم اشاره وکړه چې ګواکې روسیې د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) په وسیله د دوی هوايي حریم نقض کړی دی، او ویې ویل چې په دې اړه روسیې ته هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې شوي.
زاخارووا څرګنده کړه چې د خپلې اټومي وړتیا د پراختیا په برخه کې د امریکا هڅې له نږدې څاري او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن باید دا حقیقت په پام کې ونیسي چې روسیه هم اټومي وسلې لري.















