سیاست
1 د لوستلو دقیقه
د ایران پوځ د خلیج هیوادونو ته خبرداری "د ایران پر وړاندې" د امریکا د بریدونو مالتړ مه کوئ
د امریکا د یرغلګرو پوځ سره هر ډول مرسته یا اسانتیا د امریکا د پوځي ځواکونو سره د همکاري معنا لري
د ایران پوځ د خلیج هیوادونو ته خبرداری "د ایران پر وړاندې" د امریکا د بریدونو مالتړ مه کوئ
ایران د خلیج هېوادونو ته له امریکا څخه د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړ

د ایران لوی درستیز تورن جنرال عبدالله عبداللهي د خلیج هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د ایران په وړاندې د امریکا د هر ډول احتمالي پوځي اقداماتو ملاتړ ونه کړي.

د لوی درستیز د یوې اعلامیې له مخې، عبداللهي وویل چې که څه هم د فارس خلیج په جنوبي ساحل کې هیوادونو اعلان کړی چې دوی به امریکا ته اجازه ورنکړي چې خپلې خاورې د ایران پر ضد وکاروي، خو په سیمه کې پرمختګونه له نږدې څارل کیږي.

عبدالهي څرګنده کړه چې په سیمه ییزو پوځي اډو کې، په ځانګړې توګه د هوايي تیلو د رسونې الوتکو په ګډون د ګڼ شمېر امریکایي پوځي الوتکو شتون، داسې نه ښکاري چې د کوربه هیوادونو د خبرتیا پرته واقع شوی وي.

عبداللهي د امریکا د احتمالي ملاتړ په اړه د سیمې هیوادونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، "د امریکا د یرغلګر پوځ سره هر ډول مرسته یا اسانتیا به د امریکا د پوځي ځواکونو سره د همکارۍ په معنی وي."

عبداللهي ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د ایران پر وړاندې په احتمالي پوځي عملیاتو کې له امریکا سره هېڅ ډول ملاتړ ونه کړي.

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.