د اماراتو د ولسمشر سلاکار: د امریکا او ایران په هره هوکړه کې باید د هرمز تنګي امنیت تضمین شي

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر ډیپلوماتیک سلاکار قرقاش د اونۍ په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هرمز تنګی  چې د نړۍ د تېلو یو له تر ټولو مهمو رګونو څخه دی چې باید د یوې وسلې په توګه ونه کارول شي.

By
د اماراتو د ولسمشر سلاکار: د امریکا او ایران په هره هوکړه کې باید د هرمز تنګي امنیت تضمین شي / Reuters

انور قرقاش یادونه وکړه چې پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې د زیاتېدو او د انرژۍ په اړه د نړیوالو اندېښنو په ترڅ کې، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ ازادي د هر ډول سولې د هوکړې لپاره بنسټیزه اړتیا ده.

د متحده عربي اماراتو چارواکي انور قرقاش ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې هر ډول حل لاره باید د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ تضمین وکړي.

هغه دغه راز خبرداری ورکړ چې که په یوه هوکړه کې د ایران اټومي پروګرام، توغندي او بې پیلوټه الوتکې مهار نه شي، نو دا به "یو ډېر خطرناک او بې ثباته منځني ختیځ" ته لاره هواره کړي.

د متحده عربي اماراتو د ولسمشر ډیپلوماتیک سلاکار قرقاش د اونۍ په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هرمز تنګی  چې د نړۍ د تېلو یو له تر ټولو مهمو رګونو څخه دی چې باید د یوې وسلې په توګه ونه کارول شي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه تنګي امنیت یوازې یوه سیمه ییزه مسله نه ده، بلکې یو نړیوال اقتصادي ضرورت دی.

قرقاش وویل: "د هرمز تنګی د هیڅ هېواد له خوا نشي یرغمل کېدای،" هغه زیاته کړه چې د دغه تنګي له لارې د بېړۍ چلولو ازادي "باید د هر ډول شخړې د حل یوه نه جلا کېدونکې برخه وي او په دې اړه باید روښانه هوکړه وشي."

قرقاش وویل چې متحده عربي امارات د جګړې پای غواړي، خو د داسې اوربند په اړه یې خبرداری ورکړ چې د بې ثباتۍ اصلي لاملونه په کې حل نه وي. هغه وویل: "موږ نه غواړو چې کړکېچ نور هم زیات شي، خو موږ داسې اوربند هم نه غواړو چې ځینې اصلي مسلې حل نه کړي... په ځانګړې توګه د ایران اټومي پروګرام، توغندي او بې پیلوټه الوتکې چې لا هم پر موږ او نورو هېوادونو راورېږي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی و چې که تهران د ده تر ټاکلي وخت (سه شنبې) پورې هوکړه ونه کړي او د هرمز تنګی پرانی نه کړي، نو پر دغه هېواد به "جهنم" راولي. ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپله ټروټ سوشل (Truth Social) پاڼه کې په یوه پوسټ کې د ایران پر برېښناکوټونو او ترانسپورتي زیربناوو د نورو بریدونو ګواښ وکړ، چې منتقدین یې دا کار جنګي جنایت بولي.

امریکا او اسراییل له پنځو اونیو راهیسې پر ایران د توغندیو او هوايي بریدونو باران کړی ترڅو د دوی په وینا، د دغه هېواد د اټومي وسلو د پراختیا پروګرام له امله رامنځته شوی خطر له منځه یوسي. د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په دغو بریدونو کې نږدې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي چې ماشومان هم پکې شامل دي.

د تر ټولو بد حالت رامنځته کېدل

قرقاش وویل چې متحده عربي امارات چمتو دي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړۍ چلولو د خوندیتوب لپاره د امریکا په مشرۍ له هر ډول نړیوالو هڅو سره ملګري شي. معمولاً د نړۍ د تېلو او مایع ګازو پنځمه برخه هره ورځ له دغه تنګي تېرېږي، خو د ایران ګواښونو د کښتیو تګ راتګ خورا کم کړی چې له امله یې د انرژۍ نړیوال بحران رامنځته شوی دی.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، متحده عربي امارات د خلیج د بل هر هېواد په پرتله د ایران د سختو بریدونو لاندې راغلي دي. قرقاش وویل چې د لسیزو راهیسې د متحده عربي اماراتو لپاره تر ټولو بد او ناشونی حالت د ایران بشپړ برید و — هغه حالت چې اوس په واقعیت بدل شوی دی. سره له دې هم، هغه وویل چې هېواد یې د فشار لاندې ښه مقابله کوي او خپله وړتیا یې ثابته کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د ایران دا ستراتیژي ښايي د دې لامل شي چې د خلیج هېوادونه له واشنګټن سره خپل امنیتي تړاو نور هم ټینګ کړي، په سیمه کې د امریکا پوځي رول پیاوړی کړي او د اسراییل حضور پراخ کړي. هغه وویل چې امریکا به د متحده عربي اماراتو اصلي امنیتي شریک پاتې شي او ابوظبي به د سیمه ییزو ګواښونو په زیاتېدو سره دا اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.