نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
هالنډ اسرائیل د هغه هیوادونو په لست کې شامل کړ چې ددې هیواد امنیت ته يي ګواښ مخامخ کړی دی
د هالنډ حکومت په لومړي ځل اسرائیل د هغو بهرنیو هېوادونو په لیست کې شامل کړی چې د دې هېواد لپاره ګواښ ګڼل کېږي. دا خبره د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې (NCTV) په یوه تازه راپور کې شوې ده.
هالنډ اسرائیل د هغه هیوادونو په لست کې شامل کړ چې ددې هیواد امنیت ته يي ګواښ مخامخ کړی دی
/ AP

د هالنډ حکومت په لومړي ځل اسرائیل د هغو بهرنیو هېوادونو په لیست کې شامل کړی چې د دې هېواد لپاره ګواښ ګڼل کېږي. دا خبره د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې (NCTV) په یوه تازه راپور کې شوې ده.

دغه راپور چې "د دولتي لوبغاړو لخوا د ګواښونو ارزونه" نومېږي، ویلي دي  چې اسرائیل د هالنډ د عامه افکارو د بدلولو او د سیاسي پرېکړو په بهیر کې د نفوذ لپاره د ناسم معلوماتو د خپرولو هڅې کړې دي.

په راپور کې یوه پېښه یاده شوې چې تېر کال د اسرائیلي وزارت لخوا یوه سند د غیر رسمي لارو څخه د هالنډ خبریالانو او سیاستوالو ته استول شوی و.

راپور ادعا کوي چې په دې سند کې د هالنډ د ځینو وګړو په اړه غیر معمولي او ناوړه شخصي معلومات شامل وو، چې دا د امستردام په یوه مظاهره کې د مکابي تل ابیب د فوټبال ټیم د پلویانو د غونډې پر مهال د رامنځته شویو کړکېچونو وروسته خپور شوی و.

د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې راپور همدارنګه د اسرائیل او امریکا لخوا د هاګ په نړیوال جنایي محکمه (ICC) باندې د زیاتېدونکو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې دا ګواښونه ښايي د محکمې په کارونو کې خنډونه رامنځته کړي.

هالنډ چې د څو نړیوالو قانوني ادارو کوربه هېواد دی، د دې ادارو د عملیاتو د خوندي کولو لپاره ځان ته ځانګړې مسؤلیت ګڼي، په داسې حال کې چې پر دې ادارو بهرني فشارونه زیاتېږي.

که څه هم د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې  مخکې د اسرائیلي جاسوسي او څارنې وسایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو په دې ځانګړي راپور کې اسرائیل د جاسوسۍ په برخه کې نه دی یاد شوی.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله