هالنډ اسرائیل د هغه هیوادونو په لست کې شامل کړ چې ددې هیواد امنیت ته يي ګواښ مخامخ کړی دی
د هالنډ حکومت په لومړي ځل اسرائیل د هغو بهرنیو هېوادونو په لیست کې شامل کړی چې د دې هېواد لپاره ګواښ ګڼل کېږي. دا خبره د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې (NCTV) په یوه تازه راپور کې شوې ده.
د هالنډ حکومت په لومړي ځل اسرائیل د هغو بهرنیو هېوادونو په لیست کې شامل کړی چې د دې هېواد لپاره ګواښ ګڼل کېږي. دا خبره د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې (NCTV) په یوه تازه راپور کې شوې ده.
دغه راپور چې "د دولتي لوبغاړو لخوا د ګواښونو ارزونه" نومېږي، ویلي دي چې اسرائیل د هالنډ د عامه افکارو د بدلولو او د سیاسي پرېکړو په بهیر کې د نفوذ لپاره د ناسم معلوماتو د خپرولو هڅې کړې دي.
په راپور کې یوه پېښه یاده شوې چې تېر کال د اسرائیلي وزارت لخوا یوه سند د غیر رسمي لارو څخه د هالنډ خبریالانو او سیاستوالو ته استول شوی و.
راپور ادعا کوي چې په دې سند کې د هالنډ د ځینو وګړو په اړه غیر معمولي او ناوړه شخصي معلومات شامل وو، چې دا د امستردام په یوه مظاهره کې د مکابي تل ابیب د فوټبال ټیم د پلویانو د غونډې پر مهال د رامنځته شویو کړکېچونو وروسته خپور شوی و.
د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې راپور همدارنګه د اسرائیل او امریکا لخوا د هاګ په نړیوال جنایي محکمه (ICC) باندې د زیاتېدونکو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې دا ګواښونه ښايي د محکمې په کارونو کې خنډونه رامنځته کړي.
هالنډ چې د څو نړیوالو قانوني ادارو کوربه هېواد دی، د دې ادارو د عملیاتو د خوندي کولو لپاره ځان ته ځانګړې مسؤلیت ګڼي، په داسې حال کې چې پر دې ادارو بهرني فشارونه زیاتېږي.
که څه هم د هالنډ د ملي امنیت او ترهګرۍ ضد ادارې مخکې د اسرائیلي جاسوسي او څارنې وسایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو په دې ځانګړي راپور کې اسرائیل د جاسوسۍ په برخه کې نه دی یاد شوی.