نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
له ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو وحشتونه وغندل
له ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو وحشتونه وغندل او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه
له ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو وحشتونه وغندل
له ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو وحشتونه وغندل / Others

له ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو وحشتونه وغندل او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه

په لاسلیک کوونکو کې کاناډا، اسپانیا، انګلستان، ناروې، جرمني، ایرلنډ، سویډن، اتریش، کروشیا، چک جمهوریت، فنلنډ، پولنډ او سویس شامل دي.

د دوشنبې په ورځ، د ۲۰ څخه د زیاتو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو یوې ډلې په سودان کې روان وحشتونه او له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونې په یوه ګډه اعلامیه کې وغندلې او "د ملکي وګړو پر وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي د راپورونو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه" څرګنده کړه.

لاسلیک کوونکو وویل چې "د الفاشر ښار د چټک ملاتړ ځواکونو  ملیشو لخوا د نیولو پرمهال او وروسته د ملکي وګړو پر وړاندې د سیستماتیک او دوامداره تاوتریخوالي له راپورونو څخه ژوره اندېښنه لري" او په شمالي دارفور او کوردوفان سیمو کې یې د جګړو پر زیاتوالي هم اندېښنه وښوده.

په اعلامیه کې، "په قصدي توګه د ملکي وګړو په نښه کول، د توکمیزو موخو لپاره ډله ییزې وژنې، له جګړې سره تړلی جنسي تاوتریخوالی، د جګړې د یوې طریقې په توګه د لوږې کارول او د بشري مرستو د لاسرسي مخنیوی" په څېر کړنې "له نړیوال بشردوستانه قانون څخه کرغېړنې سرغړونې" بلل شوې دي.

اعلامیې زیاته کړه: "دا ډول کړنې، که تایید شي، د نړیوال قانون له مخې جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جنایتونه تشکیلوي."

وزیرانو او چارواکو د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې "بې عدالتي باید پای ته ورسیږي او حساب ورکول باید ډاډمن شي."

لاسلیک کوونکو ټینګار وکړ چې د سودان د خلکو لپاره ساتنه او عدالت نه یوازې یوه حقوقي وجیبه ده، بلکې یوه بیړنۍ اخلاقي اړتیا هم ده.

اعلامیې دا هم وویل چې "د لاسرسي د محدودیتونو له امله د پراخې لوږې او قحطۍ دوام د منلو وړ نه دی" او له چارواکو یې وغوښتل چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) او نورو بشردوستانه سازمانونو ته اجازه ورکړي چې په ازاده توګه مرستې ورسوي.

په اعلامیه کې راغلي: "ټولې خواوې باید نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته درناوی وکړي،" او د ملکي وګړو لپاره د خوندي تګ راتګ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۳۶ پریکړه لیک سره سم د مرستو د وېش د سمدستي اسانولو غوښتنه وشوه.

دې ډلې همدارنګه پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند او درې میاشتنۍ بشري هوکړې ته غاړه کیږدي او د سودان د وېشلو د هر ډول هڅې په اړه یې خبرداری ورکړ. دوی وویل: "موږ د هیواد حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا او د بهرنۍ لاسوهنې پرته په سوله، وقار او عدالت کې د خلکو د ژوند کولو له حق څخه خپل ملاتړ بیا تکراروو."

په لاسلیک کوونکو هیوادونو کې کاناډا، هسپانیه، انګلستان، ناروې، جرمني، ایرلنډ، سویډن، اتریش، کروشیا، چک جمهوریت، فنلنډ، پولنډ او سویس شامل دي.

وزیرانو او چارواکو پر ټولو خواوو غږ وکړ چې "د خبرو اترو میز ته راشي" او ټینګار یې وکړ چې "یوازې یو پراخ او ټول شموله، د سودانیانو په مشرۍ سیاسي بهیر کولی شي د سودان ستونزې حل کړي."

د یکشنبې په ورځ، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) راپور ورکړ چې د اکتوبر له ۲۶ راهیسې، کله چې د چټک ملاتړ ځواکونو ښار ونیو، په شمالي دارفور کې د الفاشر او شاوخوا سیمو څخه نږدې ۸۹،۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو په وینا، RSF د الفاشر کنټرول ترلاسه کړی او د توکمیزې انګېزې له مخې یې قتل عامونه کړي دي؛ داسې خبرداری هم ورکړل شوی چې دا برید ممکن د هیواد جغرافیایي وېش دایمي کړي.

د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له ۱۵ راهیسې د سودان د پوځ او RSF ترمنځ روانه جګړه په یوه داسې شخړه بدله شوې چې سیمه ییزې او نړیوالې منځګړیتوب هڅې یې په پای ته رسولو کې پاتې راغلي دي. دې جګړې د زرګونو کسانو د مړینې او د میلیونونو نورو د بې ځایه کیدو لامل شوې ده.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه