نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې سږ کال د ملکي وګړو ځاني تلفات ۳۷ سلنه لوړ شوي
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د ملکي وګړو مړینه ۳۷ سلنه زیاته شوې ده
د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې سږ کال د ملکي وګړو ځاني تلفات ۳۷ سلنه لوړ شوي
د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې سږ کال د ملکي وګړو ځاني تلفات ۳۷ سلنه لوړ شوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ماموریت خبر ورکړی چې د پولې پورې غاړې د سختو بریدونو له امله، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱,۳۹۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷,۹۷۸ نور ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ۳۷ سلنه زیاته شوې ده.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ماموریت مشرې، ډانیل بیل په جینوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ د ۱,۳۹۶ ملکي وګړو مړینه او د ۷,۹۷۸ نورو ټپي کېدل مستند کړي دي... دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي."

روسیې او اوکراین، چې پر ملکي وګړو بریدونه ردوي، په وروستیو میاشتو کې پر یو بل بریدونه وروسته له هغه زیات کړي چې د نږدې څلور نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په مشرۍ خبرې اترې له خنډ سره مخ شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په وروستیو ورځو کې په اوکراین او روسیه کې هغه ګڼ شمېر بریدونه وغندل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

ویاند ثمین الخیطان خبریالانو ته وویل: "ملکي وګړي او ملکي بنسټونه د نړیوالو بشري قوانینو له مخې په کلکه خوندي دي او دا ډول قصدي بریدونه جنګي جنایت ګڼل کېږي."

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ