نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
بیجینګ د امریکا د مخابراتو فدرالي کمیسیون (FCC) تورن کړی چې امریکايي تلیفوني شمېرو ته د چینايي مخابراتي شرکتونو د لاسرسي د محدودولو له لارې یې له خپلو تنظیمي واکونو ناوړه ګټه پورته کړې ده.
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي / Reuters (Wire)
 

چین د یکشنبې په ورځ له متحده ایالاتو وغوښتل چې امریکايي تلیفوني شمېرو ته د چینايي مخابراتي شرکتونو پر مستقیم لاسرسي وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي، او خبرداری یې ورکړ چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي.

د چین دولتي خبري اژانس «شینهوا» د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د یوه ویاند له قوله ویلي: «د امریکا د مخابراتو فدرالي کمیسیون له خپلو تنظیمي واکونو ناوړه ګټه اخیستې، د ملي امنیت مفهوم یې له حده زیات پراخ کړی، پرته له کوم واقعي بنسټ څخه یې پر چینايي مخابراتي شرکتونو بې‌ځایه تورونه لګولي او په متحده ایالاتو کې یې د هغوی فعالیتونه په مغرضانه ډول زیانمن کړي دي.»

د امریکا د مخابراتو فدرالي کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت د اندېښنو په پلمه هغه وړاندیز تصویب کړ چې له مخې یې د «چاینا موبایل»، «چاینا ټیلیکام» او «چاینا یونیکام» په ګډون چینايي مخابراتي شرکتونه امریکايي تلیفوني شمېرو ته له مستقیم لاسرسي منع کېږي.

چینايي ویاند دا وړاندیز شوي محدودیتونه د عدم تبعیض او عادلانه سیالۍ له اصولو څخه سرغړونه بللې ده.

نوموړي ویاند زیاته کړې چې دا اقدامات د چین او متحده ایالاتو د مشرانو ترمنځ له شوې هوکړې سره په ټکر کې دي او د دوه‌اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ثبات ته ګواښ پېښوي.

بیجینګ پر واشنګټن غږ کړی چې «دا اقدامات سمدستي لغوه کړي او د مشورو له لارې د مسایلو د حل سمې لارې ته راوګرځي.»

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه چې هېواد به یې د خپلو ګټو د «کلکې» ساتنې لپاره «اړین» ګامونه پورته کړي.

 

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.