د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان د الشرع او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرو اترو لپاره دمشق ته سفر کړی

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د یو لوړپوړي چارواکي په مشرۍ  د سوریې پلازمینې دمشق ته رسیدلی. ویل کیږي ددې سفر موخه د تورکیې او سوریې ترمنځ د همکارۍ پراختیا ده.

/ AA

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د سوریې د ولسمشر احمد الشرع  او نورو چارواکیو سره د لیدنې په موخه دمشق ته سفر کړی دی.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د یو لوړپوړي چارواکي په مشرۍ  د سوریې پلازمینې دمشق ته رسیدلی. ویل کیږي ددې سفر موخه د تورکیې او سوریې ترمنځ د همکارۍ پراختیا ده.

فیدان د پنجشنبې په ورځ د خپل سفر په ترڅ کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع، د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

دغه سفر د انقرې او دمشق ترمنځ په ژورو اړیکو کې یو بل مهم ګام ګڼل کیږي، چې د اسد رژیم له سقوط څخه اته میاشتې وروسته او په سوریه کې د نوي سیاسي فصل د پیل په ترڅ کې ترسره کیږي.

د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، ددې سفر په ترڅ کې به  د وروستیو میاشتو په اوږدو کې د دوه اړخیزو اړیکو پرمختګ وارزول شي  او د امنیت، بیا رغونې او سیمه ییز ثبات په ګډون په مختلفو برخو کې د همکارۍ د نورو لارو چارو پلټنه به وشي.

د سوریې بیا رغونه او د ترهګرۍ پر ضد ګډې هڅې

د اجنډا یو له مهمو موضوعاتو څخه د سوریې بیا رغونه او اقتصادي بیا رغونه ده، هغه برخه چې تورکیې د تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ ژمنه کړې ده.

سرچینې وایي چې دواړه خواوې به د ترهګرۍ ضد اوسني همکارۍ هم وارزوي، په ځانګړې توګه د داعش او PKK/YPG پر وړاندې، هغه ډلې چې انقره یې د خپلې ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼي او دوی د سوریې  په  شمال ختیځ کې  فعالیتونه لري.

سیمه ییز جوړښتونه به هم وڅیړل شي، په ځانګړې توګه د اسرائیلو پوځي اقدامات او څرګندونې، چې دواړه خواوې یې د سوریې او پراخې سیمې لپاره د بې ثباتۍ لامل ګڼي.

د اوږدمهاله امنیت او ثبات پیاوړتیا

ډیپلوماټیکو سرچینو ټینګار کړی چې اوسنی وخت د تورکیې او سوریې لپاره یو فرصت وړاندې کوي ترڅو خپلې هڅې د ګډو ګټو په ملاتړ همغږي کړي، په ځانګړې توګه د اوږدمهاله امنیت او ثبات د پیاوړتیا په برخه کې.

یو چارواکي وویل: "د تورکیې لومړیتوب دا دی چې دغه فرصتونه په داسې ډول وکاروي چې د سوریې بیا رغونه ملاتړ وکړي او دوه اړخیزه همکاري پیاوړې کړي."