منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په عراق کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونې بهیر پیل شو.
په عراق کې د سه شنبې په ورځ د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه، دا هغه ټاکنې دي چې د هیواد سیاسي صحنه به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره جوړه کړي.
په عراق کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونې بهیر پیل شو.
په عراق کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونې بهیر پیل شو. / Reuters
 

په عراق کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونې بهیر پیل شو.

په عراق کې د سه شنبې په ورځ د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه، دا هغه ټاکنې دي چې د هیواد سیاسي صحنه به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره جوړه کړي.

نږدې ۲۱ میلیونه  واجد د شرایطو رایه ورکوونکي به د ۳۲۹ کسیز پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره رایې ورکړي، کوم چې به ولسمشر وټاکي او حکومت ته به د باور رایه ورکړي.

د رایې ورکولو مرکزونه به د ځايي وخت ماښام  په ۶ بجو  وتړل شي او هیڅ ډول تمدید به ونلري.

ټاکل شوې ده چې د ټاکنو پایلې د رایې ورکولو په ۲۴ ساعتونو کې اعلان شي او د استیناف غوښتنو له څېړلو وروسته به په رسمي توګه تایید شي.

ټوټه شوی سیاسي منظره

څارونکي تمه لري چې له ټاکنو وروسته به سیاسي منظره د رایو او څوکیو په ویش کې یو ډول ټوټه والی وویني، چې دا به د هغه دودیز فارمول سره ورته وي چې د حکومت کلیدي څوکۍ مختلفو توکمیزو-مذهبي ډلو ته ځانګړې کوي.

شنونکي په دې نظر دي چې په دې ټاکنو کې د نوماندانو د شمېر زیاتوالی، د لیستونو له تنوع او ګڼوالي سره به، د "واکمن اصلي لیست" مفکوره له واقعیت څخه لرې کړي.

په عراق کې وروستۍ تقنیني ټاکنې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۱۰ مه، دوه کاله وروسته له هغه وشوې چې پراخو لاریونونو پخوانی لومړی وزیر عادل عبدالمهدي استعفا ته اړ کړ. مصطفی الکاظمي د هغه ځای ناستی شو او د ټاکنو څارنه یې وکړه.

اوسنی پارلمان، چې د شیعه ګوندونو او ډلو تر واک لاندې دی، خپله دوره د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۹ مه پیل کړه، چې څلور کاله به دوام وکړي او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۸ مه به پای ته ورسیږي.

د عراق د قانون له مخې، تقنیني ټاکنې باید لږ تر لږه ۴۵ ورځې د پارلمان د دورې له پای ته رسېدو مخکې ترسره شي.

د عراق د حکومت درې څانګې په دودیز ډول د فرقې له مخې ویشل شوي دي: ولسمشري کردانو ته، لومړی وزارت شیعه ګانو ته، او د پارلمان ریاست سنیانو ته ورکول کیږي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د ټولنې ټولې برخې په حکومت کې استازیتوب لري.

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.