نړۍ
5 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ تعرفو له امله په هندوستان کې پر امريکايي توکو د تحريم غوښتنې راپورته شوې.
له مک‌ډونالډز او کوکاکولا نيولې تر امازون او اپل پورې، په هندوستان کې د امريکايي شرکتونو پر وړاندې د توکو د تحريم غوښتنې زور اخيستې، ځکه سوداګريز مشرانو او د هند لومړي وزیر نريندر مودي پلويانو د امريکا ضد احساسات راپارولي.
د ټرمپ تعرفو له امله په هندوستان کې پر امريکايي توکو د تحريم غوښتنې راپورته شوې.
/ AP

د ټرمپ تعرفو له امله په هندوستان کې پر امريکايي توکو د تحريم غوښتنې راپورته شوې.

هندي پرچون شرکتونه چې په کورني بازار کې د سټارباکس په څېر بهرنيو برانډونو سره قوي سيالي کوي، خو نړيوال بازار ته د تګ لار ورته ستونزمنه ثابته شوې ده.

له مک‌ډونالډز او کوکاکولا نيولې تر امازون او اپل پورې، په هندوستان کې د امريکايي شرکتونو پر وړاندې د توکو د تحريم غوښتنې زور اخيستې، ځکه سوداګريز مشرانو او د هند لومړي وزیر نريندر مودي پلويانو د امريکا ضد احساسات راپارولي ترڅو د امريکايي تعرفو پر ضد غږ پورته کړي.

هند، چې د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوس لرونکی هېواد دی، د امريکايي برانډونو لپاره يو مهم بازار دی چې چټک پرمختګ کوي او د شتمنو مصرفوونکو يوه پراخه ډله يې هدف ګرځولې ده، چې ډېری يې د نړيوالو لیبلونو سره مينه لري ځکه چې په ژوند کې د پرمختګ سمبول ګڼل کیږي.

هند د بېلګې په توګه د میټا د واټس اپ تر ټولو لوی بازار دی او دومينوز په هندوستان کې تر ټولو زيات رستورانتونه لري.

د پیپسي او کوکاکولا په څیر مشروبات ډير وخت د پلورنځیو په المارۍ کې لومړيتوب لري، او کله چې يو نوی اپل سټور پرانستل شي يا سټارباکس کې تخفيف ورکړل شي، خلک په اوږد کتار کې ورته انتظار کوي.

که څه هم لا تر اوسه د خرڅلاو د کمښت کومه سمدلاسه نښه نه ده څرګنده شوې، خو په ټولنيزو شبکو او په واقعي ژوند کې د محلي توکو د پېرودلو او امريکايي محصولاتو د پرېښودو غوښتنې زياتې شوي، وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ پر هندوستان د توکو ۵۰ سلنه تعرفه وضع کړه، چې صادروونکو ويره پيدا کړه او د نوي ډهلي او واشنګټن ترمنځ اړيکې يې زيانمنې کړې.

مک‌ډونالډز، کوکاکولا، امازون او اپل لا تر اوسه د دې موضوع په اړه کوم ځواب نه دی ورکړی.

'ځانګړې غوښتنه'

منیش چوهدري، د هندوستان د واو سکن ساینس (Wow Skin Science) شریک، په لينکډاين کې د يوې ويډيو له لارې د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د کروندګرو او نوي شرکتونو ملاتړ وکړي څو «Made in India» يوه «نړيواله جذبه» وګرځي، او د جنوبي کوريا څخه زده کړه وکړي چې د هغې د خوړو او ښکلا محصولات په ټوله نړۍ مشهور دي.

هغه وويل: « موږ د زرګونو میله لرې محصولاتو لپاره قطار کې ولاړ یو. موږ په وياړ هغه برانډونو باندې پيسې لګولي چې زموږ نه دي، پداسې حال کې چې زموږ خپل جوړوونکي په خپل هېواد کې د پاملرنې لپاره مبارزه کوي.

رحم شاستري، د هندوستان د DriveU شرکت اجرائيه رئيس، چې پر غوښتنه موټرچلوونکی برابروي، په لينکډاين کې وليکل: «هندوستان بايد خپل کورني ټويټر/ګوګل/يوټيوب/واټس اپ/فېسبوک ولري – لکه څنګه چې چين یې لري.

په انصاف سره، هندي پرچون شرکتونه په کورني بازار کې د سټارباکس په څېر بهرنيو برانډونو سره سخته سيالي کوي، خو نړيوال بازار ته د تللو هڅې ورته ستونزمنې دي.

په هرصورت، د هند د معلوماتي ټکنالوژۍ خدماتو شرکتونه په نړیوال اقتصاد کې ژور ځای لري، لکه TCS او Infosys چې په ټوله نړۍ کې خپلو مراجعينو ته د سافټ‌وېئر حل لارې وړاندې کوي.

د يکشنبې په ورځ، مودي په بنګلور کې په يوه غونډه کې د ځان بسيا کېدو لپاره «ځانګړی غوښتنه» وکړ او ويې ويل چې هندي ټکنالوژۍ شرکتونه نړۍ ته محصولات جوړوي، خو« اوس د دې وخت دی چې موږ د هند اړتیاوو ته ډیر لومړیتوب ورکړو. »

هغه د کوم شرکت نوم وانخیست.

سره له دې چې د امريکا ضد مظاهرې لا هم روانې دي، ټسلا په هندوستان کې خپل دوهم نندارتون د دوشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې پرانست، چې د هندي سوداګرۍ وزارت چارواکو او د امريکا د سفارت چارواکو پکې ګډون وکړ.

د سودهېشي جګرن منچ ډله، چې د مودي د بهارتيا جانتا ګوند سره تړاو لري، د يکشنبې په ورځ په ټول هندوستان کې وړې عامه مظاهرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې امريکايي برانډونه تحريم کړي.

د دې ډلې ګډ همغږي کوونکي اشواني مهاجن وويل: «خلک اوس هندي محصولاتو ته ګوري. دا به لږ وخت ونيسي چې پايله ورکړي. دا د ملتپالنې او وطنپالنې غوښتنه ده.»

هغه يو جدول هم شريک کړ چې د هغه ډله په واټس اپ کې خپروي، چې د حمام صابونونو، د غاښونو د کريمونو او يخو څښاکونو هندي برانډونه پکې ليکل شوي، څو خلک يې د بهرنيو پر ځای وکاروي.

په ټولنيزو رسنيو کې د دې ډلې له کمپاینونو څخه يو هم د « بهرنيو خوراکي ځنځيرونو تحريم» تر سرليک لاندې ګرافيک دی، چې د مکډونالډز او ګڼو نورو رستورانتونو لوګوګانې پکې دي.

په اوتر پردېش کې، راجت ګوپتا، ۳۷ کلن، چې د دوشنبې په ورځ په لکنو کې په مکډونالډز کې ډوډۍ خوړله، وويل چې دی د تعرفو د مظاهرو په اړه اندیښمن نه و او يوازې له خپل ۴۹ روپۍ (۰،۵۵ ډالره) قهوې څخه یې خوند واخیست چې هغه یې د پیسو لپاره ښه ارزښت ګڼي.

هغه وويل: «تعرفې د ډیپلوماسۍ موضوع ده او زما مکپف، قهوه بايد پکې ښکیله نشي.»

وپلټۍ
هند د پاکې انرژۍ په لور په یو ګام کې خپل لومړی په هایډروجن چلېدونکې اورګاډي پرانیسته
کویټ: "د ایران په برید کې د برېښنا تولید او د اوبو د تصفیې یوه فابریکه په نښه شوې ده"
د جولای ۱۵مې له کودتا وروسته بهرنۍ پالیسي او د تورکیې د راتلونکي لیدلوری
فیدان اوکراین ته خپل سفر "خورا ګټور" وباله؛ تورکیه او اوکراین ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کوي
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ