تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې په کانګو جمهوریت کې د مرګوني ترهګریز برید له امله ددې هیواد سره خواخوږي څرګنده کړه
تورکیې د چهارشنبې په ورځ د ختیځ دیموکراتیک کانګو جمهوریت په یوه جنازه کې د ترهګریز برید له امله د وژل شوو کسانو لپاره د خواخوږۍ پیغام خپور کړ.
تورکیې په کانګو جمهوریت کې د مرګوني ترهګریز برید له امله ددې هیواد سره خواخوږي څرګنده کړه
/ Public domain

تورکیې د مرګوني ترهګریز برید په اړه د کانګو جمهوریت سره خواخوږي څرګنده کړه

د کانګو په ختیځ کې د جنازې پر مهال برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

تورکیې د چهارشنبې په ورځ د ختیځ دیموکراتیک کانګو په یوه جنازه کې د ترهګریز برید له امله د وژل شوو کسانو لپاره د خواخوږۍ پیغام ورکړ.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي د تسلیت په پيغام کې راغلي دي چې ، په ډیرې خواشینۍ سره مو د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په شمال کې د کیوو په سیمه کې په یو جنازه کې د ترهګري برید چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ. تورکیه دا برید غندي او د برید د قربانیانو د کورنیو او کانګو جمهوریت خلکو ته خپله غمرازي او خواخوږي وړاندې کوي.

اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ د برید د قربانیانو کورنیو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ولس ته خپله خواخوږي وړاندې کوو.»

د سه ‌شنبې په ورځ، لسګونه کسان په هغه برید کې ووژل شول چې پړه يې د متحد دموکراتیکو ځواکونو (ADF) پر غاړه واچول شوه، یوه ډله چې د داعش ترهګریز سازمان سره تړاو لري.

د متحد دموکراتیکو ځواکونو فعالیتونه په وروستیو کلونو کې په ختیځه کانګو کې زیات شوي دي.

دا وسله ‌واله ډله چې په اصل کې په یوګانډا کې جوړه شوې، د سرحدونو هاخوا د کیوو په سیمه کې ځای پر ځای شوې، او د سیاسي بې ‌ثباتۍ او سیمه‌ ییزو شخړو څخه یې ګټه پورته کړې.

یاده ډله د خونړیو بریدونو مسؤله ده چې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې ترسره شوي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی