ایران په سعودي کې پر امریکايي هډې ستر برید کړی ، ګڼشمیر امریکايي سرتیري ټپیان او الوتکو زیان لیدلی

ایران په سعودي عربستان کې پر امریکايي هډې د توغندیو برید کړی چې له امله يي  ۱۲ امریکايي سرتېري ټپیان او ګڼې الوتکې زیانمنې شوې دي

By
ایران په سعودي کې پر امریکايي هډې ستر برید کړی ، ګڼشمیر امریکايي سرتیري ټپیان او الوتکو زیان لیدلی / Reuters


امریکايي رسنۍ وايي، د ریاض په سوېل ختیځ خرج ښار کې پر شهزاده سلطان هوايي اډې دا برید د فبرورۍ د ۲۸مې د ایران جګړې له پیل راهیسې د امریکا پر دفاعي سیستمونو یو له تر ټولو جدي بریدونو څخه دی.

یوې رسنۍ په خپل راپور کې ویلي چې په سعودي عربستان کې پر شهزاده سلطان هوايي اډې د ایران په توغندیز برید کې لږ تر لږه ۱۲ امریکايي سرتېري ټپیان شوي، چې د دوو روغتیايي وضعیت پکې نازک دی او دغه راز د امریکا د تیلو ورکولو ګڼو الوتکو ته زیان اوښتی دی.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، چارواکو ویلي چې په دغه برید کې له بې پیلوټه الوتکو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په سیمه کې کړکېچ پراخ شوی او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) راپور ورکړی چې له ایران سره د څلورو اونیو جګړې په ترڅ کې تر ۳۰۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې جګړه ښايي "له دوو تر څلورو نورو اونیو" هم دوام وکړي او له جګړې وروسته به یوه مهمه ننګونه دا وي چې د هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو کښتیو پر وړاندې د ایران د خنډونو مخه ونیول شي.

هغه دا ډول اقدام "غیرقانوني" او "د نړۍ لپاره خطرناک" وباله.

په یوه بل خبر کې، اسرائیلو پر ایران پراخ بریدونه کړي دي.

د دغو پرمختګونو په پایله کې د تېلو بیې له سلو ډالرو پورته شوې، په داسې حال کې چې وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر سکتور بریدونه وځنډول، د امریکا د ونډو بازارونه راټیټ شول.

په یمن کې حوثیانو اشاره ورکړې چې ښايي جګړه نوره هم پراخه کړي. دغې ډلې، چې د هېواد پر ډېرو برخو کنټرول لري، ویلي که نور هېوادونه د تهران پر وړاندې جګړه کې ورګډ شي، یا که امریکا او اسرائیل له سرې بحیرې څخه د عملیاتو لپاره کار واخلي، د دوی "ګوتې ماشې ته نږدې دي چې مستقیمه پوځي مداخله وکړي."

ایران د جمعې په ورځ وویل، دریو کښتیو ته یې خبرداری ورکړی چې د هرمز له تنګي څخه تېرې نه شي. دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شو چې ټرمپ تهران ته د دې لارې د بېرته پرانیستلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل وغځاوه.

د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې، ایران دغه تنګی چې د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه لار ده، په خپل کنټرول کې اخیستی او په دې سره یې په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپورته کړې دي.

ایران پر خپله خاوره د امریکا او اسراېیلو د بریدونو په غچ کې، پر اسرائیلو، اردن، عراق او هغو خلیجي هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې او زیربناوې زیانمنې شوې دي.