نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا پر ایران تر ۸۵۰ ډېر توماهاک توغندي توغولي، پنټاګون د زېرمو له چټک مصرف څخه اندېښمن دی
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ له ایران سره د څلورو اونیو په جګړه کې تر ۸۵۰ ډېر توماهاک کروز توغندي توغولي، او دا دقیق ویشتونکې وسلې په داسې چټکۍ مصرفوي چې د پنټاګون ځینې چارواکي یې اندېښمن کړي
امریکا پر ایران تر ۸۵۰ ډېر توماهاک توغندي توغولي، پنټاګون د زېرمو له چټک مصرف څخه اندېښمن دی
امریکا پر ایران تر ۸۵۰ ډېر توماهاک توغندي توغولي، پنټاګون د زېرمو له چټک مصرف څخه اندېښمن دی / Reuters
28 مارچ 2026


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې تېر کال یوازې د ۵۷ توماهاک توغندیو لپاره بودیجه ځانګړې شوې وه، له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه د امریکا څو کلنې زېرمې په چټکۍ سره مصرفوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ له ایران سره د څلورو اونیو په جګړه کې تر ۸۵۰ ډېر توماهاک کروز توغندي توغولي، او دا دقیق ویشتونکې وسلې په داسې چټکۍ مصرفوي چې د پنټاګون ځینې چارواکي یې اندېښمن کړي او د لا ډېرو توغندیو د چمتو کولو په اړه یې داخلي بحثونه راپارولي دي.

هر کال یوازې څو سوه کروز توغندي جوړېږي، او که څه هم پنټاګون خپلې شمېرې په ښکاره نه خپروي، خو یوه چارواکي دغې خبري رسنۍ ته ویلي چې په منځني ختیځ کې د پاتې توماهاک توغندیو شمېر "په اندیښنې وړ ډول کم" دی.

د راپورونو له مخې، د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا پوځ له خوا توغول شویو توماهاک توغندیو څخه یوه یې د نجونو پر یوه ښوونځي لګېدلی، چې له امله یې تر ۱۷۵ ډېر بې ګناه کسان، چې ډېری یې کوچني ماشومان او کارکوونکي وو، وژل شوي دي.

سره له دې چې امریکا په دې اړه څېړنې کوي، خو جزییات یې لا هم پټ ساتل شوي دي.

عادي توغندي نه دي

توماهاک توغندي، چې تر ۱۶۰۰ کیلومترو ډېر واټن وهلی شي، عادي بالستیک توغندي نه دي.

د پوځي اسنادو له مخې چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له خوا کتل شوي، د رایتیون (Raytheon) شرکت له خوا جوړې شوې دا وسلې تر ۳.۶ میلیونه ډالرو پورې لګښت لري او جوړول یې دوه کاله وخت نیسي.

دا توغندي چې ۲۰ فوټه اوږدوالی او ۳۵۰۰ پونډه وزن لري، له سمندري جنګي بېړیو څخه توغول کېږي.

راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې تېر کال یوازې د ۵۷ توماهاک توغندیو لپاره بودیجه ځانګړې شوې وه، روانه جګړه په چټکۍ سره هغه زېرمې مصرفوي چې په څو کلونو کې راټولې شوې وې.

د واشګټن پوسټ په وینا، د توغندیو د توغولو دې چټکتیا "ځینې چارواکي اندېښمن کړي او د لا ډېرو توغندیو د برابرولو په اړه یې داخلي بحثونه راپورته کړي دي."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې ټرمپ ایران ته د ۱۰،۰۰۰ نورو ځمکنیو ځواکونو د لېږلو په اړه غور کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ رویټرز خبري اژانس ته په یوه بیان کې ویلي: "د امریکا پوځ د ولسمشر ټرمپ له خوا د 'اېپیک فیوري' عملیاتو د ټاکل شویو موخو او تر هغې د ورهاخوا لاسته راوړنو لپاره کافي مهمات، مرمۍ او د وسلو زېرمې لري."

لیویټ په خپل بیان کې ویلي: "سره له دې، ولسمشر ټرمپ تل زموږ د وسله والو ځواکونو پر پیاوړتیا ډېر تمرکز کړی او هغه به له دفاعي قراردادیانو څخه غوښتنو ته دوام ورکړي چې د امریکا ساخت وسلې، چې په نړۍ کې تر ټولو غوره دي، په چټکۍ سره تولید کړي."

د امریکا دفاع وزارت د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د ایران په اړه د امریکا د جګړې لګښت په لومړۍ میاشت کې له ۳۰ تر ۴۰ میلیاردو ډالرو پورې اټکل شوی دی.

لومړنۍ دوره خورا ګرانه تمامه شوه.

پنټاګون کانګرس ته خبر ورکړی چې په لومړیو شپږو ورځو کې تر ۱۱.۳ میلیاردو ډالرو ډېر لګښت راغلی، چې ډېری یې پر مهماتو لکه توغندیو او دفاعي توغندیو مصرف شوي دي.

خپلواکې شننې ښيي چې تر شپږمې ورځې پورې لګښت شاوخوا ۱۲.۷ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی و، چې په کې جنګي زیانونه او عملیات هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، د اسراییلو د جګړې لګښتونه جلا دي، چې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر دي.

د جمعې په ورځ، د امریکا لوړپوړي ډیپلومات مارکو روبیو وویل، هغه وسلې چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین د دفاع لپاره ځانګړې شوې وې، ښايي د ایران پر وړاندې جګړې ته واړول شي.

سره له دې چې ایران د نړۍ د دوو پرمختللو پوځونو له پرله پسې هوايي بریدونو سره مخ دی، خو بیا یې هم دا وړتیا ښودلې چې خپل خلیجي عرب ګاونډیان او اسراییل په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو وګواښي. دغه راز ایران لا هم د نړۍ پر اقتصاد، تر ډېره د تهدید له لارې، د پام وړ اغېز لري.

 

وپلټۍ
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی
پاکستان د ایران او امریکا څخه د اوربند ژمنو ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه
ترکي څارنوالانو  د نیټنیاهو او ۳۴ نورو کسانو لپاره د عمر قید غوښتنه وکړه
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
اردوغان: د فلسطيني زندانیانو لپاره د اسرائيل د اعدام سزا د هټلر له تګلارو سره ورته ده
هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د ګرینلینډ لومړي وزیر د ټرمپ څرګندونې رد کړې