منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي هډې ویاند، ابراهیم ذوالفقاري، د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې سیمه ییز هېوادونه پر بهرنیو قدرتونو له تکیې پرته، د خپلې دفاع ډله ییز مسؤلیت په غاړه واخلي.
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي / AP
 


تهران په داسې حال کې د سیمه ییز یووالي پر بنسټ د یوه نوي امنیتي بلاک غوښتنه کوي، چې د جګړې کړکېچ په منځني ختیځ کې اتحادونه له نوي بدلون سره مخ کړي دي.
ایران د منځني ختیځ پر هېوادونو غږ کړی چې یو نوی امنیتي او نظامي اتحاد جوړ کړي چې پکې متحده ایالات او اسرائیل شامل نه وي. دا د روانو شخړو په منځ کې د سیمې د امنیتي جوړښت  د بیا بدلولو لپاره د تهران یو ګام بلل کیږي.

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي هډې ویاند، ابراهیم ذوالفقاري، د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې سیمه ییز هېوادونه پر بهرنیو قدرتونو له تکیې پرته، د خپلې دفاع ډله ییز مسؤلیت په غاړه واخلي.

هغه پر ایران باندې د متحده ایالاتو او اسرائیلو روان بریدونه یو "تاریخي بدلون" وباله او دا یې یو "نوی پړاو" یاد کړ چې د اسلامي نړۍ یو موټی ځواب ته اړتیا لري.
ذوالفقاري پر عربي او اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د ګډو مذهبي او سیمه ییزو اړیکو پر بنسټ یو ګډ امنیتي چوکاټ رامنځته کړي. هغه استدلال وکړ چې پر بهرنیو لوبغاړو تکیه د ثبات په تامینولو کې ناکامه شوې ده.

نوموړي وویل: "موږ باید د خپل امنیت تضمین لپاره سره متحد شو." هغه د اسلامي اصولو پر بنسټ د یوه ډله ییز منشور غوښتنه هم وکړه. دا وړاندیز د تهران هغه پراخه هڅه ښيي چې غواړي د سختو نظامي فشارونو پر وړاندې سیمه ییز ملاتړ راټول کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له امله پیل شوې دښمني په سیمه کې لا هم روانه ده. تهران دې بریدونو ته پر اسرائیل او هغو هېوادونو چې د امریکا نظامي اډې یا تاسیسات پکې دي، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) له لارې ځواب ورکوي.

دا چې ایا سیمه ییز قدرتونه  چې ډیری یې له واشنګټن سره نږدې امنیتي اړیکې لري  به د داسې یو اتحاد غوښتنه ومني که نه، لا تر اوسه څرګنده نه ده. خو دا وړاندیز په منځني ختیځ کې ژور جیوپولیټیک وېش او د راتلونکي په اړه متضاد لیدلوري په ډاګه کوي.

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.