نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
پاکستان: هند د راتلوونکو ۲۴ نه تر ۳۶ ساعتونو پورې پر پاکستان د پوځي برید نیت لري
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارر ویلي چې هېواد یې "باوري استخباراتي معلومات" لري چې هند په راتلونکو ۲۴ څخه تر ۳۶ ساعتونو کې پر پاکستان د پوځي برید نیت لري.
پاکستان: هند د راتلوونکو ۲۴ نه تر ۳۶ ساعتونو پورې پر پاکستان د پوځي برید نیت لري
/ AFP
30 اپریل 2025

تارر د چهارشنبې په سهار په ټولنیزه رسنۍ "ایکس" کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "پاکستان باوري استخباراتي معلومات لري چې هند غواړي د پاهلګام د دروغجنې پیښې  په پلمه په پاکستان برید وکړي."

"هر ډول تېری به د قاطع ځواب سره مخ شي. هند به د سیمې د هر ډول جدي پایلو بشپړ مسؤلیت په غاړه ولري."

هغه زیاته کړه: " هند په سیمه کې ځان  د قاضي، منځګړي او جلات  په توګه ګوري چې ددوې دا  بې پروا رول په کلکه ردوي."

تارر وویل: "پاکستان په پراخه زړه د یو بې پرې، شفاف او خپلواک کمیسیون له لارې د حقیقت معلومولو وړاندیز کړی و. خو، د منطق پر ځای، هند ښکاري چې د غیرعقلاني او تقابل لارې ته مخه کړې، چې دا به د ټولې سیمې او له هغې هاخوا لپاره ناوړه پایلې ولري."

د هند د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی، ځکه هند ویلي چې د تیرې اونۍ په برید کې چې د هند تر ولکې  لاندې کشمیر کې د ۲۶ کسانو ژوند واخیست، پاکستان لاس درلود.

اسلام آباد دغه پېښه "یو جعلي برید " بللی او د بې پرې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

له برید وروسته، دواړو هېوادونو یو بل ته د اقداماتو لړۍ پیل کړې، چې هند د اندس اوبو تړون ځنډولی او پاکستان خپل هوايي حریم د هند الوتکو پر مخ تړلی او د شملې تړون یې ځنډولی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې چې بریدګر به ونیسي او سزا به ورکړي.

کشمیر چې ډیری اوسیدونکي مسلمانان دي د هند او پاکستان دواړو ددې سیمې  ادعا کوي، خو هر یو یې یوازې یوه برخه کنټرولوي. دواړو هېوادونو د دې هیمالیایي سیمې پر سر جګړې کړې دي، چیرې چې د ملګرو ملتونو له ۱۹۴۷ کال راهیسې د ټولپوښتنې غوښتنه شوې ده.

هند په دې سیمه کې له ۵۰۰,۰۰۰ څخه زیات پوځیان ځای پر ځای کړي، چیرې چې په وروستیو اونیو کې د راپورونو له مخې، هندي ځواکونو شاوخوا ۲,۰۰۰ کشمیریان نیولي او د شکمنو یاغیانو کورونه یې ویجاړ کړي، چې د ځایي خلکو، منتقدینو او د بشري حقونو ډلو له خوا د ګډې سزا په توګه لیدل کیږي.

د دوشنبې په ورځ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف رویټرز ته وویل چې د هند پوځي یرغل نږدې دی.

اصف وویل چې پاکستان په لوړ پوړ کې دی، خو یوازې هغه وخت به خپل اټومي وسلې وکاروي که "زموږ د وجود لپاره مستقیم ګواښ وي."

امریکا د سه شنبې په ورځ له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل اوسنی کړکېچ کم کړي، او زیاته یې کړه چې د دې هېواد لوړپوړی ډیپلومات به ژر د هند او پاکستان له همکارانو سره اړیکه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامي بروس بهرنیو رسنیو ته وویل: "موږ له دواړو خواوو سره اړیکه نیسو او ورته وایو چې وضعیت دې لا نه لانجمن کوي."

هغې زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تمه لري چې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د دې موضوع په اړه خبرې وکړي ".

روبیو هڅه کوي چې "نور ملي مشران او د بهرنیو چارو وزیران هم دې ته وهڅوي چې د دې موضوع په اړه له دواړو هېوادونو سره اړیکه ونیسي."

چین او تورکیې د فوري کړکېچ کمولو غوښتنه کړې ده.

ایران د منځګړیتوب وړاندیز کړی، او سعودي عربستان ویلي چې هڅه کوي "د کړکېچ مخه ونیسي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د کړکېچ په اړه ویلي چې د کشمیر شخړه له ۱,۰۰۰ کلونو څخه ډېره پخوانۍ ده او د دواړو خواوو مشران به "په یو ډول یا بل ډول" د کړکېچ د کمولو لاره پیدا کړي.

بروس، په هر حال، وویل چې امریکا په دې قضیه کې ورځني اقدامات کوي او تمه لري چې د روبیو د خبرو اترو څخه "اغېز" ترلاسه کړي.

"موږ د دې سیمې د ټولو پرمختګونو څارنه کوو او، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، په څو کچو، زه باید ووایم، د هند او پاکستان له حکومتونو سره اړیکه لرو، نه یوازې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه، بلکې په څو کچو کې."

"موږ البته هڅه کوو چې ټولې خواوې د یوې مسؤلې حل لارې لپاره همکارۍ ته وهڅوو. نړۍ دا وضعیت څاري."

وپلټۍ
د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسیې بریدونو شپږ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
اردوغان 'د وینو تږې شبکه' وغندله چې په ایران او لبنان کې ښوونځي او روغتونونه په نښه کوي
فیدان وویل چې ایران ښایي د پردې تر شا ډیپلوماسۍ ته چمتو وي
ټرمپ وايي پر ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره معاملې ته چمتو نه دی
د ایران پر دریو امریکایي هوایي اډو د توغندیو او ډرون بریدونو ادعا کړې او نتنیاهو ته یې ګواښ کړی
د ایران په ځوابي برید کې د امریکا  پنځه د ټانکر الوتکو ته زیان اوښتی
راپور: امریکا منځني ختیځ ته نور سرتېري او جنګي بېړۍ استوي
اردوغان: د سیمه ییز اور له کندې د تورکیې بهر ساتل تر ټولو ستر لومړیتوب دی
په بغداد کې د تورکیې سفارت عراق ته د سفر خبرداری ورکړ
زرداري: افغان طالبانو پر پاکستان د ډرون بریدونو په کولو سره " له سرې کرښې خپله اړولې"
ټرمپ ادعا کړې چې امریکا د ایران پر خارک ټاپو پراخ بمي بریدونه کړي
د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یو موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي
د پاکستان لومړي وزیر شریف د سعودي عربستان سره د پاکستان د 'بشپړ ملاتړ' ژمنه وکړه
تورکیه وايي ناټو هغه بالستیک مهمات شنډ کړي چې له ایران څخه د تورکیې فضا ته داخل شوي وو
د عراق په اربیل ښار کې ډرون برید یو فرانسوي پوځي وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړي دي