نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ګوګل د نتنیاهو د دفتر سره د اسرائیلو د پروپاګند د خپرولو لپاره د ۴۵ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړی
د راپورونو له مخې، ګوګل د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر سره د شپږو میاشتو لپاره د حکومت د پروپاګند د خپرولو په خاطر د  ۴۵ میلیونه ډالرو تړون کړی دی.
ګوګل د نتنیاهو د دفتر سره د اسرائیلو د پروپاګند د خپرولو لپاره د ۴۵ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړی
/ AP Archive

ګوګل د نتنیاهو د دفتر سره د اسرائیلو د پروپاګند د خپرولو لپاره د ۴۵ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړی

د راپورونو له مخې، ګوګل د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر سره د شپږو میاشتو لپاره د حکومت د پروپاګند د خپرولو په خاطر د  ۴۵ میلیونه ډالرو تړون کړی دی. ویل کیږي ګوګل پدې موده کې د نتنیاهو د حکومت د پروپاګند د خپرولو ترڅنګ په غزه کې د اسرائیلو لخوا د روانې نسل وژنې په اړه نشر شوي راپورونه هم پاک کړي دي.

دغه تړون د جون په وروستیو کې لاسلیک شوی و، او د راپورونو له مخې ګوګل د نتنیاهو د عامه اړیکو ستراتیژۍ کې یوه مهمه برخه ګڼل شوې ده.

دغه کمپاین څو ورځې وروسته له هغه پیل شو چې اسرائیل د مارچ په ۲مه نېټه غزه ته د خوراکي توکو، درملو، سونګ موادو او نورو بشري مرستو د ننوتلو مخه ونیوله. د دې پرېکړې په اړه د عامه عکس العملونو د مدیریت لپاره د حکومتي چارواکو لخوا پوښتنې راپورته شوې.

د اسرائیلي پوځ ویاند هغه مهال وویل چې چارواکي کولی شي یو ډیجیټل کمپاین پیل کړي ترڅو وښيي چې په غزه کې لوږه نشته او اړوند معلومات وړاندې کړي.

له هغه وخت راهیسې، د حکومت اعلانونه چې په غزه کې د لوږې انکار کوي، په پراخه کچه خپاره شوي دي. د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت یو یوټیوب ویډیو خپره کړې چې پکې ویل شوي: "په غزه کې خواړه او خوراکي توکي شته. ددې برعکس  ادعا حقیقت نلري." دغه ویډیو تر اوسه له ۶ میلیونو څخه زیات لیدل شوې، چې ډېره برخه یې د پیسو په بدل کې وده ورکړل شوې ده.

د راپور له مخې، دغه اعلانونه د یوټیوب او د ګوګل د ډیسپلې او ویډیو ۳۶۰ پلاتفورم له لارې مدیریت کېږي او په حکومتي اسنادو کې د "هسبارا" په نوم یاد شوي، چې په عبري کې دا اصطلاح ډېری وخت د "تبلیغاتو" په توګه ژباړل کېږي.

اسناد ښيي چې اسرائیل د امریکا له ټولنیزې رسنۍ "ایکس" سره ۳ میلیونه ډالر او د فرانسوي-اسرائیلي پلاتفورم "اوټبرین/تیډز" سره ۲.۱ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

تېر کال، د ګوګل نور اسرائیلي اعلانونه چې د ملګرو ملتونو او د غزې چارواکو د بې اعتباره کولو هڅه یې کوله، د "وایرډ" لخوا راپور شوي وو.

د جولای په میاشت کې د اسرائیلي حکومتي اعلاناتو ادارې یو اعلان د ګوګل د اعلانونو د شفافیت مرکز کې خپور کړی و، چې پکې د ملګرو ملتونو د مرستو د وړاندې کولو په برخه کې د "قصدي تخریب" تور پورې شوی و او د امریکا ملاتړ لرونکي د غزې د بشري مرستو بنسټ ته وده ورکړل شوې وه، چې د ملګرو ملتونو د بشري کارونو د مخنیوي لپاره جوړ شوی و او د "مرګ دام" په توګه تورن شوی و.

د غزې د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د اګست په میاشت کې ۱۸۵ کسان، چې ۱۲ ماشومان پکې شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي، چې دا د اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه میاشتنی شمېره ده.

وزارت زیاته کړه چې ۷۰ مړینې وروسته له هغې ثبت شوې چې د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي د لوږې څارنې سیسټم (IPC) تېره میاشت غزه د قحطۍ سیمه اعلان کړه.

روغتیایي چارواکو راپور ورکړی چې له ۴۳ زرو څخه زیات ماشومان چې عمرونه یې د ۵ کلونو څخه کم دي، د خوارځواکۍ سره مخ دي، او ۵۵ زره حامله او شیدې ورکوونکې ښځې هم اغېزمنې شوې دي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله