په فرانسه کې په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو خونړی برید شوی

د فرانسې په لا ګرانډ کومب سیمه کې د جمعې په سهار په  یو جومات کې پر لمونځ کوونکو د چړې برید له امله یو تن ژوند  د لاسه ورکړی دی.  د الیس د څارنوالۍ دفتر ویلي دي  چې برید کوونکی د برید نه وروسته د پيښې له ځایه په تیښته بریالی شوی دی او تر اوسه پورې نی

Suspect still at large after fatal stabbing in French mosque / AFP

سیمه ییزو رسنیو ویلي دي  چې ددې برید  په ترڅ کې یې یو ۲۴ کلن لمونځ کوونکی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. راپورونه وایي چې شکمن کس پر لمونځ کوونکي د وژونکي برید نه  وروسته خپل ځان په ویډیو کې ثبت کړی، چاقو یې ښودلی او د "الله" او قرباني په اړه یې سپکاوی ډکې څرګندونې کړي  دي.

پلټونکي د دې پېښې د اسلام ضد انګېزې احتمال څېړي. د الیس څارنوال، عبدالکریم ګریني وویل چې د ملي ترهګرۍ ضد څارنوالۍ دفتر د دې قضیې څارنه کوي، که څه هم تر اوسه یې په رسمي ډول د دې قضیې مسؤلیت نه دی اخیستی.

ګریني زیاته کړه چې قرباني په ټریسکول کې د جومات منظم لمونځ کوونکی و، چې د لا ګرانډ کومب یوه کوچنۍ سیمه ده، په داسې حال کې چې شکمن کس مخکې هلته نه و لیدل شوی. د جومات دننه او شاوخوا د څارنې کامرو د شکمن کس انځورونه ثبت کړي، چې د سیمې اوسېدونکو او د جومات لمونځ کوونکو ته نااشنا ښکاري.

د لو پاریزین د سرچینو له مخې، شکمن کس د قرباني په وار وار د چړې وهلو وروسته، د پېښې صحنه په خپل موبایل کې ثبت کړې ده.

په همدې حال کې، د لا ګرانډ کومب ټولنه هڅه کوي چې د قرباني، چې د ابو بکر په نوم پېژندل شوی او د مالي هېواد اوسېدونکی و،  جسد د هغه کورنۍ ته د ستنولو لپاره مالي مرسته راټوله کړي.