نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د شیورون انرژۍ شرکت پخوانی اجرائیوي رئیس د وینزویلا د تیلو پروژو لپاره دوه میلیارد ډالر غواړي.
د مادورو له نیول کېدو څو ساعته وروسته، ټرمپ وویل چې د امریکا د تېلو شرکتونه چمتو دي میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي ترڅو د وینزویلا د خامو تېلو تولید زیات کړي او بیې یې راټیټې کړي.
د شیورون انرژۍ شرکت پخوانی اجرائیوي رئیس د وینزویلا د تیلو پروژو لپاره دوه میلیارد ډالر غواړي.
د شیورون انرژۍ شرکت پخوانی اجرائیوي رئیس د وینزویلا د تیلو پروژو لپاره دوه میلیارد ډالر غواړي. / Reuters
 

د شیورون پخوانی اجرائیوي رئیس د وینزویلا د تیلو پروژو لپاره دوه میلیارد ډالر غواړي.

د مادورو له نیول کېدو څو ساعته وروسته، ټرمپ وویل چې د امریکا د تېلو شرکتونه چمتو دي میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي ترڅو د وینزویلا د خامو تېلو تولید زیات کړي او بیې یې راټیټې کړي.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د شېورون پخوانی لوړپوړی اجرائیوي رئیس علي مشیري د وینزویلا د تېلو د پروژو لپاره ۲ میلیارده ډالر راټولوي، وروسته له هغه چې امریکا د دغه هېواد مشر نیکولاس مادورو ونیوه او ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې واشنګټن به د تېلو تولیدوونکي هېواد کنټرول په لاس کې واخلي.

د مشیري د پانګونې صندوق، اموس ګلوبل انرجي منجمنټ، د وینزویلا ګڼې شتمنۍ پېژندلې دي او د پانګونې د پیل لپاره یې له بنسټیزو پانګه‌ والو سره د خصوصي پانګونې په اړه خبرې کوي.

مشیري فایننشل ټایمز ته وویل: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مې له احتمالي پانګوالو څخه لسګونه زنګونه ترلاسه کړي دي. په وینزویلا کې د پانګونې لېوالتیا له صفره ۹۹ سلنې ته لوړه شوې ده.»

د وینزویلا د مشر له نیول کېدو یوازې څو ساعته وروسته، ټرمپ وویل چې امریکايي د تېلو شرکتونه چمتو دي میلیاردونه ډالر ولګوي ترڅو د وینزویلا د خامو تېلو تولید بېرته ورغوي، هغه څه چې کولی شي د نړیوال اقتصاد وده پیاوړې کړي، ځکه چې د عرضې زیاتوالی د انرژۍ بیې راکموي.

اموس ګلوبل انرجي تر اوسه د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د تولید بېرته راګرځول به د زړې او زیانمنې زېربنا د بیا رغولو لپاره پراخې پانګونې ته اړتیا ولري، او د نړیوالو تېلو د اضافي عرضې له امله ښايي د بازار اغېز محدوده وي، چې دا د امریکا د شرکتونو لېوالتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

وپلټۍ
ایران امریکا تورنه کړه چې د بیولوژیکي وسلو د ادعاوو له لارې پر عراق د یرغل «فریب» بیا تکراروي
د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلمز د ازبکستان له ولسمشر میرضیایف سره لیدنه وکړه
اردوغان: د تورکیې بې‌پیلوټه جنګي الوتکه «قزل‌الما» د دندې په موخه د تورکیې وسله وال پوځ ته وسپارل شو
د امریکا سنا مجلس د ایران د جګړې د پای ته رسولو په خاطر مسوده رد کړه.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اسرائیلي ځواکونو په مرکزي غزه کې د فلسطینیانو کورونه په بمونو الوزولي .
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو د پوځ تر ساتنې لاندې د یوسف ع مقبرې باندې چاپه واچوله
د هالنډ د وسلو جوړونې شرکت کارکوونکو اوکراین سره پر روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې مرسته کړې
د حوثي ملېشو برید په ریاض کې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق ودانۍ زیانمنه کړې ده.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین یا روسیې مرستې ته اړتیا نه لري
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د چین ولسمشر شي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی وکړ او د چین د «متقابل عمل دود» نه یادونه وکړه.
اردوغان: اسرائیل غزه د «نړۍ پر تر ټولو لوی اجباري کمپ» بدله کړې ده.