د «ده هېل» (The Hill) ورځپاڼې د راپور له مخې، د واشنګټن په سیاټل ښار کې د «سیاټل-تاکوما» په نړیوال هوايي ډګر کې د نقابپوشه ICE مامورینو له خوا د هغو دوو مسافرو د نیول کېدو ویډیو چې ویل یې د کار اجازه لري، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د واشنګټن والي باب فرګوسن پر خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي: «د کډوالۍ اداره (ICE) په بشپړه توګه له کنټروله وتلې ده. د نورو ډېرو امریکایانو په څېر زه هم پر هغو نقابپوشه مامورینو غوسه یم چې خپل هویت نه ښيي، الوتکې ته د ختلو پر مهال خلک له ځانه سره بیايي او په ټولنو کې ګډوډي رامنځته کوي.»
فرګوسن زیاته کړې چې دا پېښه د ICE د «غیرامریکايي تاکتیکونو وروستۍ بېلګه» ده.
نوموړي وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د کډوالۍ او ګمرکونو په برخه کې د یادې ادارې فعالیتونه «غیراخلاقي او غیرانساني» وبلل او ویې ویل: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې (د امریکا ولسمشر) ډونالډ ټرمپ د ICE اداره لغوه کړي.»
بلخوا، د ICE ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا عملیات یې د مکسیکويي کډوال «ریکاردو لاروندو مېندوزا» د نیولو لپاره ترسره کړي، چې د دوی په وینا د ویزې د مودې له پای ته رسېدو سره سره په هېواد کې پاتې شوی و.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې «سوفیا هرناندیز مېخیا» چې پر مامورینو یې د ګرمې قهوې د شیندلو هڅه کړې وه، هم بېاسناده (ناقانونه) کډواله پېژندل شوې ده.
د ډیموکراټ ګوند د استازو جرګې غړي اډم سمېت هم په ټولنیزو رسنیو کې په خپره کړې اعلامیه کې په هوايي ډګر کې شوې پېښه «د نه منلو وړ» بللې او د ICE ادارې د فعالیتونو په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.















