نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
امریکا له هند څخه غوښتې چې د داسو هڅو څخه ډډه وکړي چې د سیمې امنیت له خطر سره مخامخوي
د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ویلي چې واشنګټن هیله لري چې د هند لخوا د هند تر ولکې  لاندې کشمیر کې د وروستي برید ځواب داسې نه وي چې په سیمه کې پراخه شخړه رامنځته کړي.
امریکا له هند څخه غوښتې چې د داسو هڅو څخه ډډه وکړي چې د سیمې امنیت له خطر سره مخامخوي
US Vice President JD Vance has urged restraint from India, cooperation from Pakistan after Kashmir attack / AP
2 می 2025

هغه وویل چې امریکا غواړي د یوې پراخې سیمه ییزې شخړې مخه ونیسي.

وینس د فاکس نیوز په "سپیشل ریپورټ ود بریټ بایر" خپرونه کې وویل: "زموږ هیله دا ده چې هند دې ترهګریز برید ته داسې ځواب ورکړي چې په سیمه کې پراخه شخړه رامنځته نه کړي."

وینس زیاته کړه چې واشنګټن هیله لري پاکستان به له هند سره د برید مسوولینو د نیولو لپاره همکاري وکړي.

"موږ هیله لرو، په صادقانه توګه، چې پاکستان، که په دې کې کوم مسوولیت لري، له هند سره همکاري وکړي ترڅو هغه ترهګر چې کله ناکله د دوی په خاوره کې فعالیت کوي، ونیول شي او حساب ورسره وشي. موږ هیله لرو چې دا وضعیت په دې ډول پرمخ ولاړ شي. موږ په نږدې تماس کې یو. ګورو چې څه کیږي."

د کړکیچ زیاتوالی

دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شو چې د پاکستان پوځ د خپل ختیځ ګاونډي هند سره د زیاتیدونکي کړکیچ په منځ کې پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړل.

راډیو پاکستان د پنجشنبې په ورځ د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د جګړې تمرینونه د "عصري وسلو د عملي تظاهر" څخه عبارت دي، چیرې چې افسران او سرتیري د خپلو مسلکي وړتیاوو ننداره وړاندې کوي.

د هند او پاکستان اړیکې په تیرو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي. هند پاکستان د "پولې پورې غاړې ترهګرۍ" په ملاتړ تورن کړی، وروسته له هغه چې وسله والو د د هند تر ولکې لاندې  کشمیر کې د سیلانیانو پر وړاندې تر ټولو خونړی برید ترسره کړ، چې ۲۶ کسان یې ووژل.

اسلام آباد پدې پیښه کې هر ډول ښکیلتیا په کلکه توګه ردوي، او د برید سره د پاکستان تړاو ورکولو هڅې  "بې ځایه" بللي او ژمنه یې کړې چې د هند هر ډول اقدام ته به  ځواب ووايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ په جنوبي آسیا کې د کړکیچ د کمولو غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو هم له دواړو هیوادونو غوښتنه کړې چې "اعظمي زغم" وښيي ترڅو مسایل په "پر معنی دوه اړخیزو خبرو اترو" سره په سوله ییز ډول حل شي.

د کشمیر شخړه

د پاهلګام برید وروسته، دواړو خواوو د غچ اخیستنې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي.

هند د پاکستان سره د مهمې اوبه شریکولو د سند (اندس واټر ټریټي) ځنډولی او یوازینی فعال ځمکنی سرحدي لاره یې تړلې ده. د یکشنبې له ورځې څخه یې پاکستاني وګړو ته ورکړل شوې ویزې هم لغوه کړې.

پاکستان په ځواب کې هندي وګړو ته ورکړل شوې ویزې لغوه کړې، خپل هوایي حریم یې د هندي الوتنو لپاره تړلی، له خپل ګاونډي سره تجارت یې بند کړی او د هند سره د شملې تړون یې ځنډولی دی. دا تړون په ۱۹۷۲ کال کې د سولې د ټینګښت او د شخړو د دوه اړخیز حل لپاره جوړ شوی و، په ځانګړې توګه د کشمیر شخړې ته په پام سره.

هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال د بریتانوي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ راهیسې د پخواني شهزاده ایالت لپاره جګړې کړي دي، چې پوله یې د کورنیو نسلونه سره جلا کړي دي.

په هند تر واک لاندې سیمه کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کیدو لپاره پاڅون کوي.

نوي ډیلي، چې په مسلم اکثریت هند تر واک لاندې کشمیر کې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

په وروستیو اونیو کې، د مودي حکومت په سیمه کې د مسلمانو سازمانونو، ادبیاتو او ښوونځیو پر وړاندې خپل فشار زیات کړی، چې په ټولې سیمې کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

په ورته وخت کې، هند په شخړه کې د ۸۲,۰۰۰ غیر کشمیري وګړو لپاره د استوګنې سندونه ورکړي، چې د قصدي ډیموګرافیک بدلونونو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

د پاهلګام برید وروسته، په هند تر واک لاندې کشمیر کې له ۱,۵۰۰ څخه زیات کسان نیول شوي دي.

په ورته وخت کې، راپورونه څرګندوي چې په څو هندي ښارونو کې د هندو ښي اړخو ډلو لخوا د کشمیري مسلمانانو، په ځانګړې توګه زده کوونکو، د بریدونو پیښې رامنځته شوي دي.

وپلټۍ
هاکان فیدان پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته له خپلو سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ وایي امریکا په ایران کې "پراخ جنګي عملیات" پیل کړي دي
افغانستان په جلال آباد ښار کې د پاکستان د جنګي الوتکې د غورځولو ادعاء کړې ،پاکستان رد کړه
امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځه په نښته کې د پاکستان نه د ملاتړ اعلان وکړ
اسرائیل او امریکا پر ایران بریدونو د پیلولو سره نړۍ د شاک سره مخ ده
په امریکا کې له فلسطینیانو سره خواخوږي، د لومړي ځل لپاره له اسرائیلیانو تېره شوه
چین له افغانستان او پاکستان څخه د اوربند غوښتنه وکړه
هاکان فیدان د پاکستان ، افغانستان، قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه نښته او د پاکستان لخوا د افغانستان په څو ښارونو بمبار
د افغانستان او پاکستان ترمنځه یو ځل بیا درنده جګړه پيل شوې ده.
سوريې په سویدا کې د بندیانو د تبادلې عملیات پیل کړل
جرمني د لومړي ځل لپاره ۲۰ افغان مجرمین په مستقیم ډول کابل ته ډیپورټ کړل
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد: د پاکستان بریدونو ته به پوځي ځواب ورکړل شي
د امریکا د هوايي ځواک پخوانی پیلوټ د چینايي پوځ د روزنې په تور ونیول شو
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په انقره کې د اسلامي همکارۍ سازمان د ډیپلوماټانو کوربه توب وکړ