نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په نایجریا کې د کښتۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په نایجریا کې کله چې کښتۍ د یوې ډوبې شوې ونې له ډنډ سره ټکر شوه او ډوبه شوه، په کې له ۱۰۰ څخه زیات مسافر سپاره وو.
په نایجریا کې د کښتۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
نایجیریا د کښتۍ فاجعه / Reuters

په نایجریا کې د کښتۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په نایجریا کې کله چې کښتۍ د یوې ډوبې شوې ونې له ډنډ سره ټکر شوه او ډوبه شوه، په کې له ۱۰۰ څخه زیات مسافر سپاره وو.

ځايي چارواکو ویلي، د نایجریا په شمال مرکزي نایجیر ایالت کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي چې له ۱۰۰ څخه زیات مسافر پکې سپاره وو.

دغه کښتۍ چې له ۱۰۰ زيات مسافر پکې سپاره وو، د سې شنبې په سهار له تونګان سوله کلي (د مالاله ولسوالۍ) څخه د دوګا ښار په لور د يوه د تسليت د سفر لپاره روانه وه، چې د بورګو ولسوالۍ د ګوساوا سيمې ته څېرمه له يوې د اوبو لاندې ونې له ډنډ سره ټکر شوه او واوښته.

د بورګو د ولسوالۍ رئيس، عبدالله بابا ارا، د چهارشنبې په ورځ رویټرز ته وويل: «د کښتۍ د پېښې د مړو شمېر ۶۰ ته رسېدلی دی.»

هغه زياته کړه: «لس کسان په جدي حالت کې موندل شوي او د ډېرو د موندلو هڅې روانې دي.» پېښه د سهار شاوخوا ۱۱ بجې  رامنځته شوې.

د شګوومي ولسوالۍ مشر، سعدو انوا محمد، وويل چې نوموړی ډېر ژر د پېښې ځای ته رسېدلی و. ده زياته کړه: «په کښتۍ کې له ۱۰۰ زيات کسان سپاره وو. موږ له سينده ۳۱ جسدونه راويستل. کښتۍ هم را وایستل شوه. ډېری قربانيان ښځې او ماشومان وو.» څلور جسدونه د اسلامي مراسمو له مخې د سې شنبې په ورځ خښ کړل شول.

د نايجر ايالت د بيړنيو حالاتو ادارې (NSEMA) وويل چې سيمه ييز غوټه وهونکي او د ژغورنې ډلې لا هم د ژغورنې هڅې روانې ساتي. ادارې د ۲۹ مړو، ۵۰ ژغورل شوو کسانو او د دوو لا درکه کسانو رسمي شمېر تأييد کړ، مګر دا یې ومنله چې د مړو شمیر مخ په زیاتیدو دی ځکه چې نور جسدونه را ایستل شوي دي.

ادارې وویل چې کښتۍ ډیر بار وه او د ونې ډنډ سره ټکر شوې او وروسته واوښته.

په نايجېريا کې د کښتیو پېښې ډېرې تکرارېږي، په ځانګړي ډول د باراني موسم پر مهال، د خونديتوب د اصولو د نه پلي کېدو، د ډېر بار وړلو او د زاړو ساتل شوي کښتیو کارولو له امله.

په وروستيو کلونو کې سلګونه کسان د ورته پېښو په ترڅ کې د سيندونو او د کور دننه د اوبو د لارو په اوږدو کې مړه شوي دي. چارواکي وايي، پلټنې به وڅېړي چې آيا د خونديتوب اصول مراعت شوي وو او که نه، او دا چې د سيمې د اوبو د سطحې په اړه د ورکړل شوو خبرداريو پر وړاندې کښتیو چلونکو غفلت کړی دی که څنګه.

وپلټۍ
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
امریکا منځني ختیځ کې دریمه الوتکې وړونکې بیړنۍ واستوله
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ