نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له تورکیې څخه مننه وکړه چې د دغه هېواد د هغو پراخو اورونو د مړ کولو لپاره یې د اور وژنې الوتکې لېږلې دي چې له اونیو راهیسې دوام لري.
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه

 په فرانسه کې د کال له پیل راهیسې ۱۱۶ زره هکتاره ځمکه ایرې شوې ده.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له تورکیې څخه مننه وکړه چې د دغه هېواد د هغو پراخو اورونو د مړ کولو لپاره یې د اور وژنې الوتکې لېږلې دي چې له اونیو راهیسې دوام لري.

مکرون پر خپله ایکس (X) پاڼه د تورکیې د کرنې او ځنګلونو د وزیر ابراهیم یوماکلي هغه پوسټ شریک کړ چې فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو په اړه و.

مکرون په خپل پیغام کې، چې په ترکي ژبه یې لیکلی و او د تورکیې بیرغ هم ورسره و، د "مننه تورکیې" (Teşekkürler Türkiye) جمله کارولې ده.

د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي په خپل پوسټ کې ویلي وو چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه یې له اسپانیا وروسته فرانسې ته هم د هغوی د غوښتنې پر اساس دوه د اور وژنې الوتکې لېږلې دي.

فرانسې چې د خپل تاریخ یو له تر ټولو لویو اور لګېدنو سره مخ ده، د روان کال له پیل راهیسې پکې ۱۱۶ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې ده.

د هېواد په سویل کې په "جیرونډ" (Gironde) ولایت کې د نږدې یوې اونۍ راهیسې په روان اور کې له ۴۲ زره هکتارو څخه ډېره ځمکه لمبو نیولې ده، او په جیرونډ، وار (Var)، لانډس (Landes) او اوټ-کورس (Haute-Corse) ولایتونو کې اورونه لا هم نه دي کنټرول شوي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ